تاند – د کونړ چارواکو د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې په دانګام ولسوالي کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۹۰ طالبان وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړې دي.
د کونړ چارواکي د یوه افغان سرتیرې وژل او د څلورو ټپي کیدل هم تاییدوي. د ډیورنډ له کرښې سره پرته پر دغې ولسوالي د دوشنبې په ورځ افغان ځواکونو پراخ عملیات وروسته تر دې پیل کړل چې د ناټو الوتکو پر طالبانو بمباري وکړه. چاروواکي وایي چې د وژل شویو او ټپي شویو طالبانو شمیر نژدې ۱۴۰ ته رسیږي.
د افغان ځواکونو دوو هیلکوپترو د دوشنبې په ورځ بمباري کړې وه خو بیا هم د مځکې له لارې دغه ځواکونه ونه توانیدل چې تر پاڅون کوونکو چې د طالبانو په محاصر کې وو ، ځانونه ورسوي.
تیره اونۍ چې په دانګام کې پاڅون کوونکي د افغان دولت مخالفه وسله والو محاصره کړل، ډیر انتقادونه وشول چې ولې افغان ځواکونه د پاڅون کوونکو مرستې ته نه رادانګي، همهغه و چې د دفاع سرپرست وزیر دانګام ته ولاړ او په سبا یې دوو هیلکوپترو د طالبانو او نورو مخالفه وسله والو سنګرونه په نښه کړل.
د دوشنبې له ورځې د ناټو الوتکو هم پر دانګام هوایي بریدونه وکړل او تر دې بمباریو وروسته افغان ځواکونه وتوانیدل چې د طالبانو سنګرونه لاندې کړي.
د کونړ د چارواکو په وینا یولس ورځې مخکې تر زرو ډیرو طالبانو پر دانګام برید کړی وو. د کونړ امنیه قوماندان حبیب سید خیلي ووایي چې د دانګام د جګړې له پیله تر اوسه تر ۱۵۰ ډیر طالبان وژل شوې دي او تر ۱۰۰ ډير هم ټپیان شوې دي. د کونړ د امنیه قوماندان په وینا په دې جګړې د پاکستان لشکر طیبه ډلې د طالبانو ملاتړ کاوه.