پکتیکا

تاند- د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په یوه اوونۍ کې تر سلو زیات وسله وال مخالفان وژلي دي.

د پکتیکا ولایت د والي ویندوی نبي الله پیرخېل وايي چې د دغه ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د همږغۍ مرکز د معلوماتو له مخې د روانې جوزا یا غبرګولي له ۹ تر ۱۷ پوري د افغان امنیتي ځواکونو په تعرضي عملیاتو کې ۱۰۲ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۵۵ نور ژوبل شوي دي.

پیرخېل دا هم ویلي چې د عملیاتو په لړ کې د وسله والو سختدریځو ډېره وسله د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده. د پکیتکا د والي ویندوی د عملیاتو په لړ کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلو یادونه نه ده کړې.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ (۶ ورځې مخکې) د پکتیکا د والي ویندوی ښاغلي پیرخېل ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونو په دوو ورځو کې ۵۶ وسله وال سختدریځي وژلي دي. له دې داسي ښکاري چې په ۱۰۲ تنو وژل شویو کې د تېرې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې د ورځې ۵۶ تنه وژل شوي کسان هم شامل دي.

د ده په وینا په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مشهور قوماندان حنظله هم شامل دی.

طالبانو تراوسه پوري په پکتیکا کې د خپلو کسانو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو پرون د روژې د مبارکې میاشتې په احترام د اوربند په اړه د ملګروملتو او د سولې د عالي شورا غوښتنه رد کړه.

په پکتیکا کې د حقاني شبکه، چې مرکز یې د دې ولایت په ګاونډ شمالي وزیرستان کې دی، زیاته فعاله ده. دا شبکه اوس د طالبانو د پوځي چارو بشپړ کنترول په لاس کې لري.

One thought on “افغان چارواکي په پکتیکا کې د ۱۰۲ طالبانو د وژلو ادعا کوي”
  1. طالبان چې دولس دملاتړ نه برخوردار ندي، خود به ټکول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *