تاند- هغه افغان ډګروال، چې ۴ کاله پخوا یې په کابل کې پر امریکايي پوځیانو برید کړی و، دوه نیم لکه ډالر ترلاسه کړي وو.
د امریکا د جې پي میډیا او بلېز تلویزیون د راپور له مخې د امریکا د قواوو مرکزي قومنداني او د دغه هیواد هوايي ځواک وايي چې د ملګروملتو پلاوي د خپلو تحقیقاتو په لړ کې معلومه کړه چې د ۸ امریکایانو وژونکي افغان ډګروال دوه نیم لکه ډالر ترلاسه کړي وو.
د امریکا د پي جې میډیا او بېلز ټي وي د راپور له مخې، د ۲۰۱۱ میلادي کال د اپریل په اووه ویشتمه د افغانستان د ملي اردو ډګروال احمد ګل د امریکا د هوايي ځواک ۸ پرسونلو او یو قراردادي ملکي د افغان هوايي ځواک په مرکز کې ووژل.
د دې پېښې په اړه د امریکا د قواوو مرکزي قومندانۍ او هوايي ځواک څېړونکو ډېر تحقیقات وکړل خو د وژل شویو کسانو خپلوانو ته یې د افغان ډګروال احمد ګل د حملې د انګېزې ځواب ونه ویلی شو.
خو اوس یوه جګپوړي امریکايي ادعا کړې چې د ملګروملتو یوه پلاوي څرک لګولی چې تر پېښې څو ورځې مخکې احمد ګل او د هغه کورنۍ ته ډېرې پیسې ورکړای شوې وې.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ د تحقیقاتو په وروستي راپور کې داسي ثبوت نه و ترلاسه شوی چې احمدګل دې په کومه جنایتکاره ډله کې شامل وي.
شاهدانو تحقیق کوونکو ته ویلي چې احمد حخمهزثګل تر حملې مخکې وختونو کې له ذهني پلوه بدل شوی و. ژور خپګان یې درلود، په معمولي خبره په غوسه کېده، افغانستان ته د امریکايي پوځیانو پر راتګ یې اعتراض کاوه او څو ځلي یې ویلي و چې امریکایان به ووژني.
په راپور کې ویل شوي چې احمد ګل په ۲۰۰۶ میلادي کال پاکستان ته لاړاو هلته یې په یوه جومات کې یو مشهور کس، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، ولید. دغه کس د احمد ګل عقاید بدل کړل.
داسي اوازې هم وې چې احمد ګل غوښتل چې انتحاري حمله وکړي.
تحقیق کوونکي وايي، کله چې احمدګل په ۲۰۰۸ میلادي کال بېرته افغانستان ته ستون شو، خلکو ورڅخه وپوښتل چې د څه لپاره بېرته اردو ته ځي، ده په ځواب کې ویلي و چې غواړي امریکایان ووژني.
دروغ وایی او جک وهی
یو بی الایشه او بی پری پوزی دگروال د امریکایی هرکاره خوردظابطانو په خلاف غبرگون وشود او توت ته یی وخیزول. د متوفی دگروال اولادونه د خوراک دودی نلری او دوی د لکونو دلرو خبری کوی. دی ته وایی تر په پر پتول