خبریال: میرویس جلالزی- ډیری هغه افغان ژباړونکي او په افغانستان کي د امریکایي ادارو کارکوونکي، چې امریکا ته تللي، د خپل ژوند په نوي چاپېریال کې له بیلا بیلو ستونزو شکایت کوي.
د امریکا دولت به سلګونو افغان ژباړونکي او نور ملکي او پوځي افغان مامورین، چې تر یوه کال ډیر یې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې له امریکایانو سره کار کړی، د SIV یا د کډوالۍ د ځانګړي ویزې د پروګرام په چوکاټ کې له څو کلونو راهیسي امریکا ته بیولي دي.
د امریکا کانګرس د ۲۰۱۴ کال په پای کې هغه لایحه تصویب کړه چې تر ۲۰۱۶ کال پوري به په زرګونو تنه نورو افغانانو ته هم ویزې ورکړي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې په افغانستان کې ژوند له خطر سره مخامخ دی.
خو اوس هغه اکثریت افغان ژباړونکي چې امریکا ته تللي شکایت کوي چې له بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ دي او یو شمیر خو دې ته چمتو دي چې له ستونزمنو حالاتو سره سره بیرته هیواد ته ستانه شي.
د علي فقیریار په نامه یو افغان ځوان چې له امریکايي ځواکونو سره یې درې کاله کار کړی او اوس په امریکا کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وايي، ده ته په امریکا کې له افریقا سره د مرستې ایتلاف له لوري په میاشت کې ۶۰۰ ډالره مرسته کیږي او په دې پیسو د ده او د هغه د کورنۍ ګوزاره نه کیږي.
هغه وايي، دا مرستي هم تر هغه پوري دي چې کار ومومي.
نوموړی وايي: (( په اوس وخت کې زما اندیښنه دا ده چې که د کار تر پیدا کولو پوري په اوسني ډول له خپلې هغو لږ پیسو څخه چې له افغانستان څخه مي له ځان سره راوړي دي د کور لوړه کرایه او نور لګښتونه ورکړم ډیر ژر به مي هر څه تمام شي او ژوند به مي له سختو کړاونو سره مخامخ شي)).
په همدې حال کې د فردین نسیم په نامه یو بل افغان ځوان چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کاوه او اوس امریکا ته تللی، وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکا ته لاړ او په افغانستان کې ورسره د امریکا له لوري د ډیرو مرستو ژمنه شوې وه خو کله چې هلته ورسید هیڅ راز مرسته ورسره نه ده شوې او ټولې ژمنې هسي هوايي خبرې وې.
نوموړی وايي، د امریکايي لوري دغه بې بنسټه ژمني د دې لامل شوي چې ډیری افغان ژباړونکي او له امریکایانو سره پخواني افغانان کارکوونکي بیرته له خپلو کورنیو سره افغانستان ته ستانه شي.
نسیم په دې باور دی چې هغه افغانان چې د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام له لارې امریکا ته ځي باید د کار د پیدا کولو لپاره سخت لټون وکړي او شپه او ورځ پر ځان یوه کړي.
نسیم وايي چې دی اوس توانیدلی چې له ډیرو سختو ورځو وروسته په یوه امریکايي امنیتي شرکت کې ځان ته دنده ومومي.
د شفیع الله جلیلي په نامه د افریقايي مرستو په ایتلاف کې د کډوالو د میشته کولو یو چارواکی، چې په کلیفورنیا کې د دغې ادارې په دفتر کې کار کوي، وايي هغه کسان چې د SIV د پروګرام له لارې امریکا ته راغلي، ډېر پروګرامونه ورته په پام کې نیول شوي او دوی هڅه کوي چې په امریکايي ټولنه کې د هغوی د ادغام لپاره ډیرې هڅي وکړي.
نوموړی امریکا ته د ورغلو افغانانو بې ځایه او له وخته مخکې غوښتنې د هغوی د زړه ماتیدو لوی لامل بولي.
هغه وايي چې ډیری افغانان امریکا ته د ورتګ په لومړۍ میاشت په امریکايي دفترونو کې د آرامه کار د تر لاسه کولو غوښتنه کوي چې د ښاغلي جلیلي پر وینا دا کار حتی د امریکایانو لپاره هم اسانه نه دی.
د امریکایي ادارو افغان مامورین چې د کډوالۍ د خاص پروګرام له لارې امریکا ته ځي که څه هم د بې اوزګارۍ او له امریکایي ټولنې سره د نابلدۍ له امله شکایت کوي لیکن په دغه پروګرام کې د هر راز فساد له نشتون څخه خوښ ښکاري.
هغوی وايي، دا پروګرام یو جدي او روڼ بهیر دي.
تر دې دمخه یو شمیر هغو افغانانو چې په افغانستان کې یې له پوځي او ملکي امریکايي ادارو سره کار کړی شکایت لاره چې ګواکي امریکایان به په ۲۰۱۴ کال کې دوی ته د ویزو د ورکولو پروګرام په ټپه ودروي لیکن اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز شوې لایحه د کانګرس له منظوریدو وروسته دغو افغانانو ته دا موقع ورکوي څو تر ۲۰۱۶ کال پوري د امریکا د کډوالۍ د خاصو ویزو له پروګرام څخه ګټه واخلي.
د کانګرس د منظوري له مخې به تر ۲۰۱۶ کال پوري ۴۰۰۰ نورې ویزې هم په افغانستان کې د امریکا د دولت افغان کارکوونکو ته ورکړل شي.
رسنیو ته په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د روان ۲۰۱۵ کال تر مارچ میاشت پوري نږدې ۱۳۰۰۰ تنو د امریکا د کډوالۍ د خاصو ویزو د تر لاسه کولو لپاره خپل وړاندیزونه او اسناد د امریکا دولت ته سپارلي دي.
There is no free lunch. You are supposed to earn it. This is not Afghanistan where you used to get paid for doing nothing. Going back does not solve your problem. Wark hard and smart…
د علي فقیریار په نامه یو افغان ځوان چې له امریکايي ځواکونو سره یې درې کاله کار کړی او اوس په امریکا کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وايي، ده ته په امریکا کې له افریقا سره د مرستې ایتلاف له لوري په میاشت کې ۶۰۰ ډالره مرسته کیږي او په دې پیسو د ده او د هغه د کورنۍ ګوزاره نه کیږي.
هغه وايي، دا مرستي هم تر هغه پوري دي چې کار ومومي.
نوموړی وايي: (( په اوس وخت کې زما اندیښنه دا ده چې که د کار تر پیدا کولو پوري په اوسني ډول له خپلې هغو لږ پیسو څخه چې له افغانستان څخه مي له ځان سره راوړي دي د کور لوړه کرایه او نور لګښتونه ورکړم ډیر ژر به مي هر څه تمام شي او ژوند به مي له سختو کړاونو سره مخامخ شي)).
ما ددی داخلی ترجمانانو سره کار کړی او دوی ته به می تل ویل چی د ا فکر دی نه کوی چی دوی ته به ابرومند کار پیدا شی. خو زما خبری ورته هسی ټوکی ښکاریدی یا خو یی فکر کاوه زما پر دوی بخیلی راځی. زه مهاجر یم او هر څه می په خپلو سترګو لیدلی. دلته داکتران د طب، پی ایچ ډی والا ډاکټران، انجینیران او داسی نور د لوړو تحصیلاتو خلک یا پیزی د خلکو کورونو ته وړی یا د بل خارجی په دکان کی مزدور وی او یا خو که ترقی یی وکړه بیا تکسی درایور شی. له دی پورته امیدواری هسی ځان خپه کول دی. خو زمونږ هیواد وال دی خدای لری ځان سره وعدی وکړی بیا چی هسی نه شی نو بل ملامتوی. د ۱۹۸۰ کلونو یوه کیسه به درته وکړم. زما افغان ملګری راته وویل چی په کابل کی می ادرس چاته ورکول شوی و او هغه خلک چی دلته راورسیدل ما سره یی تماس ونیو او زه ورسره د سوشل سیکیورتی ځای ته لاړم چی مرسته ورسره وکړم او ترجمانی یی هم وکړم. هغه وخت تامینات اجتماعی دلته ډیر ښه وو. نو دی دوستانو زما دوست ته ویلی وو چی بګو که روز دو قطی سګرت میکشه و یک بوتل ویسکی میخوره. زما ملګری په دی خبره شرمیده او بل داچی تامینات اجتماعی د ګدایی پیسی دی او د قوت لا یموت د پاره نه د ویسکی او سګرتو د پاره. نو ملګری می دا خبری نه وی ترجمه کړی. هغوی چی د هغی ځایه راوتلی وو نو بیایی هر چاته شکایت کاوه چی ما ره پیسی سګرت و شراب میداد اما فلانی ترجمه نکرد. اینه پیسی ما کم شد. زه فکر کوم چی دا ځوانان هم په همدی فکر امریکا تللی دی. هلته دا شیان نشته. درته وایی »ورور دی په خیر راشی. بازار دی خپل دی ګرځه په کی.» حتی د ساړه جنګ په وخت کی چی کوم د کی جی بی خلک به د امریکا په لومه کی بند شو نو هغو ته همدا خبره کیده. امریکا ته راغلی نور په کی ګرځه. نو دا نور ځوانان هم چی امریکا ته د خیره روان دی زما نصیحت ته دی ښه غوږ کیدی. ځان قابونو پریمنځلو، په پټرول ستیشن کی کار کولوته ته تیار کړی او هغه هم که طالعو در سره یاری وکړه
امریکا ته خلک راوستل او ویزه ورکول څه معنی لري، پدې افغانانو کې اکثریت لوړې زدکړې لري خو څوک یې په امریکاکې اسناد نه قبلوي، دکارونوپسې در په در ګرځي . په افغانستان کې همدا ژباړونکي دامریکایانو سره څنګ په څنګ جنګيدل او د ټولو نه زیات اعتمادي وو، خو اوس په امریکا کې پرې څوک باور نه کوي د وظایفو لپاره ترې امریکایي پاسپورټ او کلیرنس غواړي چې دهغې لپاره پنځه کاله پکار دي، دا پدې معنی چې هیڅ اعتماد پرې نور نه کوي. مرستې هم په هغه اندازه نه کیږي لکه څنګه چې په اروپایي او نورو هیوادنو کې د مهاجرو سر کېږي.که معمولي کار پيدا کړې. مرستې بندیږي او یا دحده زیاتې کمیږي چې بیا پرې ګوزاره نه کیږي، د ټولو نه مهم صحي مرستې دي چې کار په هغې هم تاثیر لري که په امریکاکې صحي مرستې بندې شي نو بیا ژوند کول پکې ناممکن دي. چې په زیاتو ژباړونکو یې د معمولي کار په مقابل کې بندې کړي دي. او همدا علت دي چې ډيری ژباړونکي بیرته غواړي افغانستان ته لاړشي، ځکه په معمولي کار ونو په امریکا کې ژوند تيرول دامكان نه لري ده. اکثريت د سخت ذهني فشار لاندې دي اووایي چې په افغانستان کې مرګ یو ځل دی اوپه امریکاکې د ذهني فشارونو له امله هره ورځ مړه کیږي. دې ژباړونکوته په افغانستان کې ټولې ستونځې د امریکایانو سره د کار کولو له امله پيدا شوي نو امریکا ته هم په کار وه چې ددوی دراوستلو لپاره یې سمه پالیسي لرلی او امریکا ته د راوستلو نه وړاندې یې ددوی د کار او ژوند لپاره ضمینه برابره کړې وی. ډیر ژباړونکي چې تراوسه په افغانستان کې د ویزو لپاره منتظر دي نه غواړي چې راشي،ځکه دامریکا دسخت او ستونځمن ژوند نه خبر شوي. هغوی ښه او ارام ژوند لري او نه غواړي چې امریکا ته لاړشي. کومو ژباړونکو چې دامریکایانو سره کلونه کار کړی و او څه يې ګټلې وې هغه ټوله سرمایه ترې امریکایانو د کراګانو او بیمو په مقابل کې بیرته واخسته او اوس تش لاس ناست دي او حتی دبیرته تګ لپاره د ټکټ پیسې هم نه لري. ډير خلک امریکا تللو ته تلوسه لري او فکر کوي چې څه یې په فلمونو کې لیدلي ژوند به هغه شان وي، خو دا حقیقت نه لري.
Hello to all of the readers. I just take a movement to share a few comments about my experience in the US. I worked with the US embassy in Kabul-Afghanistan before I came to the US. I got here (US) six months ago from now but I did something good to make my future life better life better. I immediately attended at the college to get my Higher Education degree because the Gov pays for my school. I am starting to work too and sleep only 6 hours at night. the US role is not applicable on Afghans only but to all Americans. Everyone must work hard and recognize volubility of the time. This is my advise to all my Afghan brothers to work and study and I am sure they can do it because they are young with handling full energy. Thank you. Tahiri