کارخانو

خبریال: میرویس جلالزی- له خیبر پښتونخوا او یو شمیر نورو ښارونو څخه د افغانانو د ایستلو د لړۍ له پیلېدو راوروسته د هغو پانګو په اړه اندیښني را ولاړې شوي چې افغانانو له تیرو څو لسیزو راهیسي په پاکستان کې بندې کړي دي.

افغان پانګوال او سوداګر وايي، د دوی په سلګونو ملیون ډالر پانګه اوس په پآکستان کې له خطر سره مخامخ شوې ده ځکه پاکستانيو پولیسو افغان کاروباریانو ته ویلي چې خپله سوداګري او کاروبار په دغه هیواد کې په ټپه ودروي او له دغه هیواده ووځي.

پاکستان د تیر کال په ډسمبر کې په خیبرپښتونخوا کې پر یوه ښوونځي د طالبانو له بریده وروسته په خپله خاوره کې د افغانانو پر ضد عملیات پیل کړل او په لسګونو زره یې تر اوسه له خپلې خاورې شړلي دي.

د پاکستاني حکومت انګیرنه دا وه چې ګواکي دغه برید د افغانانو له لوري ترسره شوی دی.

پیښور ښا ته څېرمه په یوه ستر او مشهور مارکیټ (کارخانو) کې د شکرالله سباون په نامه د یوه افغان سوداګر په وینا پاکستانیو پولیسو دوی ته ویلی چې له دې خاورې ووځي او اوس د دوی هغه په ملیونونو ډالر له خطر سره مخامخ دي چې دغلته یې له څو لسیزو راهیسي بندې کړي دي.

د سباون په څیر د سلګونو افغان کاروباریانو او پانګه والو پانګې اوس په پاکستان کې له ورته ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړی وايي، پاکستانیو پولیسو سخت په تنګ کړي او اوس ورته ګرانه ده چې څرنګه له پاکستان څخه خپل کاروبار افغانستان ته نقل کړي ځکه اصلي پانګه یې د پاکستان په خاوره کې کړې چې ډیره یې د انتقال وړ هم نه ده.

د پاکستان د حکومت په وینا شاوخوا درې ملیونه افغانان لا هم په دغه هیواد کې ژوند کوي چې اکثریت یې دغلته د میشتیدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان حکومت وايي، دوی یوازې ناقانونه افغان له خپلې خاورې د امنیتي مسایلو له امله باسي او له قانوني افغانانو سره هیڅ کار نه لري خو دا په داسي حال کې ده چې له پاکستانه راایستل شوي افغانان وايي چې دوی نه یوازي دا چې شناختي کارټونه لري بلکې د افغان کارټ په نامه هغه کارتونه هم ورسره شته چې د پاکستان دولت دوی ته په خپله خاوره کې د پاتي کیدو د قانوني اسنادو په توګه ویشلي ول.

د ملګرو ملتونو د کډولو چارو اداره وايي چې یوازي په جنورۍ میاشت کې ۲۲۰۰۰ افغانان له پاکستان را ایستل شوي چې ډیری یې خپل ملک ته په راتګ راضي نه ول.

د دغې ادارې په وینا د پاکستان حکومت باید له دوی او افغان دولت سره د لاسلیک شوی قرار داد له مخي یوازي دعوه طلب افغانان خپلي خاوري ته ستانه کړي نه هغه چې د بیلا بیلو ملحوضاتو له مخې نه غواړي خپل کلي کور ته ستانه شي.

افغان پانګوالو او په ټوله کې اکثریت افغانانو په پاکستان کې ځان ته کاروبارنه جوړ کړي دي.

په خاصه توګه پانګوال او هغه افغان سوداګر چې د پاکستان دننه فعالیت کوي ویره لري چې د دوي شتمنۍ به د پاکستان د دولت د دغو اقداماتو په سبب په اوبو لاهو شي.

هغوی له افغان دولته غواړي چې د دیپلوماتیکو چینلونو له لاري د دوي ستونزي ور هواري کړي که نه نو دوي ته به مالي زیان رسول د افغانستان پر اقتصاد هم ناوړه اغیزي ولري.

One thought on “افغان کاروباریان وايي په ملیونونو ډالر یې پاکستان کې له خطرسره مخامخ دي”
  1. جلالزی صیب کوټی اوکراچۍ ته هم سر ددننه کړه چي ورته خبری اوقصی روانی دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *