تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: متحده عربي اماراتو دغه هېواد ته په هر ډول سفر د تلونکو لپاره د پنځه کلنې ویزې د ورکړې اعلان وکړ.

د عرب اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد المکتوم وايي، له دې وروسته به د پنځه کلنې ویزې په اساس هر چاته په دوبۍ کې د سیاحت لپاره پنځه کلنه ویزه ورکول کېږي.

اماراتي حکومت تر اوسه نه دي ویلي چې د دغې ویزې فیس به په اماراتو کې د اقامې پر وخت اخلي او که نه، خو وايي په دې اړه به وروسته تفصیلات خپاره کړي.

تر دې وړاندې به سیلانیان یوازې د ۳ میاشتو په ملټيپل ویزه اماراتو ته تللی شوای، خو له څلورو میاشتو وروسته به د نوې ویزې د طی مراحلو څخه وروسته خلک کولی شي پنځه کاله په یوه ویزه دغه هیواد کې تېر کړي.

د دوبۍ امیر وايي، دا به د هیواد د راتلونکي پنځوس کلن پرمختیايي پروګرام سره ډېره مرسته وکړي.

په متحده عرب اماراتو کې دا مهال ۲۱ میلیونه بهرني وګړي پراته دي.

ځواب دلته پرېږدئ