د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن ماښام د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال لاسته راوړنو نمانځنه وکړه. دغه نمانځغونډه چې په کابل سرینا هوټل کې ترسره شوه، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د ښارجوړونې وزیر سید منصور سادات نادري، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي چارو معین حکمت خلیل کرزي، د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات، د هند سفیر ویرات سنګ، د پاکستان سفارت مرستیال عاطف، د الکوزي شرکت استازي میرویس سیال، د ولسمشر سلاکارانو، د چارو ادارې مرستیال نعمت الله سایر، د چارو ادارې او د بورډ غړي فریدون الهام، د کرکټ بورډ عمومي ریاست مرستیال حاجي عزیز الله فضلي او د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري، د ولسي جرګې غړو، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو، د کرکټ بورډ کارکونکو، د رسنیو استازو او د کرکټ مینه والو ونډه درلودله.
غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه چې ورپسې د هیواد ملي سرود وغږول شو. د پیل وینا د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش واوروله. نوموړي د کرکټ یو کلنو لاسته راوړنو لنډ راپور د غونډې ګډونوالو ته واوراوه او ویې وییل چې، اداره له پیاوړي مورال سره د پرمختګ په لور روانه ده او د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په ترڅ کې به تاریخي لاسته راوړنې وکړي. دانش له خپلې کاري ډلې، د بورډ غړو او له ملي لوبغاړو مننه وکړه چې د کرکټ په بریالي بهیر کې یې ګام په ګام هلې ځلې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي چارو معین حکمت خلیل کرزي د افغان کرکټ بورډ د ۲۰۱۵ زیږدیز کال لاسته راوړنې د کرکټ په تاریخ کې بې سارې وبللې. نوموړي د ملي لوبډلې وروستۍ بریاوې وستایلې او دوی ته یې په راتلونکو نړیوالو او آسیایي سیالیو کې د بریاو غوښتنه وکړه.
د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغرستانکزي د دولتي چارواکو، د کرکټ بورډ مشرتابه او د کرکټ مینه والو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې وییل چې د ولس په دعاګانو به په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې ټوله لوبډله په خورا زیار لوبه ترسره کړي.
د غونډې په ترڅ کې د هیواد تکړه ممثل ممنون مقصودي لخوا له راغلو میلمنو او لوبغاړو سره خبرې اترې وشوې او په پای کې د ولسي جرګې لخوا رالیږل شوی تقدیر پاڼې د کرکټ بورډ پر مشرتابه او لوبغاړو وویشل شوې.