د افغان کرکټ لپاره په ملي او نړیواله کچه هیلې اوج ته رسېدلې او په رګونو کې د پرمختګونو لپاره وینې بهیږي. په کرکټ بورډ کې د رهبرۍ بدلون د پرمختګونو پلمه شوې او نړۍ د افغان کرکټ بورډ په لور خپله پاملرنه یو په دوه کړې. له نوې رهبرۍ سره په کور د ننه هم د کرکټ پرمختګ ته تمې ډېرې شوې دي، نړیوالو هم په دې پار کرکټ ته مخه کړې او په دې باوري شوي، چې افغان ملت د کرکټ له لارې ژغورلای او یو کولای شي. په تخنیکي لحاظ د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته لکه د پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو امتیاز ورکړ او په ټوله نړۍ کې له ټولو نوموتو لوبډلو سره د لوبېدو ډګر ته ووتل، چې دا په نړیواله کچه د کرکټ نړۍ ته د یو زړور او زورور ټیم د ننوتو یو خبرداری و. نړۍ دا مهال په ډېرو لوبډلو افغانستان ته اهمیت ورکوي او پرې باور لري، دا مهال افغانستان ته له دویمې درجې را دېخوا له بنګله دېش او زېمبابوې اهمیت ورکوي او له همدې امله یې په 2019 کال نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړ. افغانستان دا مهال په کرکټ کې د خپل ستر هدف پوره غړیتوب اخیستلو لپاره اتیا سلنه لاره وهلې او د وړو وړو ستونزو له حل کېدو سره به پاتې لاره هم بشپړه شي او افغانستان به خپل ستر هدف ته ورسېږي. افغان لوبډله دا مهال په نړیواله کچه د کرکټ د سترې رامنځته کېدونکې پېښې نړیوال جام مرکز استرالیا ته رسېدلې، هلته به له دوو سیمه ییزو استرالوي لوبډلو سره په دې موخه لوبې وکړي چې د استرالیا له اقلیمي وضعیت سره بلد شي، همدا راز به د فبرورۍ په لسمه نېټه د کرکټ نړۍ له مشهورې مغرورې هندۍ لوبډلې سره او همدا راز د فبرورۍ په ۱۳ نېټه له عربي متحدو اماراتو سره تمریني لوبې وکړي، د دغو لوبو هدف به نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی وي. له هغه وروسته به د روانې زیږدیزې فبرورۍ میاشت په ۱۸ نېټه له بنګله دېش سره لوبه وکړي، دغه لوبه په نړیواله کچه دومره مهمه شوې، چې ټول نړیوال ورته په تمه دي، بنګله دېشي او افغاني سوداګرو له خپلو لوبغاړو او لوبډلې سره د مرستو اعلان کړی دی. ځکه دواړه لوبډلې به لوبغالي ته د ګټلو له سخت هدف سره ښکته کيږي او تر وروستیو به د دغه هدف لپاره مبارزه وکړي، شاوخوا اتیا سلنه ټکټونه وار له مخه د دغې لوبې لپاره پلورل شوي دي. بله لوبه به د فبرورۍ په ۲۲ نېټه له

رحمت جمالزی
رحمت الله جمالزی

سرېلانکا سره وشي، ‎په ۲۶ نېټه به له سکاټلنډ سره لوبې وکړي، د مارچ په ۴ نېټه به له کوربه استرالیا سره ولوبیږي، د مارچ په اتمه نېټه به نیوزلنډ سره ولوبیږي، د مارچ په دیارلسمه نېټه به له انګلېستان سره لوبې وکړي. لوبډله له لوړې روحیې سره استرالیا ته ولاړه، د کرکټ بورډ مشر پلاوي هغه ټولې هڅې ورته وکړې، چې دغې لوبډلې ته لوړه روحیه جوړه کړي. له تګ څه وخت مخکې یې په متحدو عربي اماراتو کې لوبې وکړې او ویې ګټلې، له هغه وروسته یې استرالیا ته له تګ څو ورځې مخکې په کرکټ بورډ کې د نړیوالو او ملي رسنیو پر وړاندې ورته پروګرام وشو، په استرالیا سفارت کې وستایل او وهڅول شول. د افغانستان حکومت دوو جګپوړو چارواکو ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ورسره جلا جلا غونډې وکړې او هغوی یې وستایل او تر هوايي ډګره یې بدرګه کړل. اصلي خبره له سیاست او سیاسي زدوبندونو د کرکټ بورډ او په ټول کې د ورزش لېرې ساتل دي.

په نړیوالو کې هم د افغان لوبډلې د ورتګ خبرونه پرله پسې خپاره شول او د سیالانو زړونه یې ولړزول او د کرکټ نړۍ ته د یو ستر او زورور ټیم د ننوتو غږ ولګېد.

افغان کرکټ بورډ به د خپلې لوبډلې د هڅولو او روحیې ورکولو لپاره په استرالیا کې بندوبست کوي د افغان حکومت یو مهم پلاوی به د لوبډلې د هڅولو لپاره هلته ځي.

په ټول کې هیلې دا دي، چې افغان لوبډله په نړیوال جام سیالیو کې ښه ولوبیږي، ښایي هدف به د نړیوال جام ګټل نه وي، خو ښې لوبې کول ستر هدف دی. افغان لوبډله به له نړیوال جام وروسته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره لوبې وکړي او نور به د پرمختګونو په دې لاره روان وي.

له دغه نړیوال جام سیالیو وروسته به نولس کلن ځوانان په بنګله دېش کې په نړیوال جام سیالیو کې نړۍ ته ځانونه ثابت کړي.

په ملي کچه هم کرکټ په زور کې دی، د زونونو، ولایتونو، ښوونځیو، کلپونو او خصوصي کرکټ وده کړې او تر شا یې اداره په کلکه ملاتړ کوي.

په نړیواله کچه کرکټ لوبډله هغه مهال ډېره پیاوړې وي چې تر شا پیاوړی کورنی کرکټ ولري او تکړه بک اپ لوبغاړي ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *