طارق ستانکزی
غوره لوبغاړی طارق ستانکزی

تاند – د کویت په مرکز کویت ښار کې د افغانستان تر نولس کلنو لږ عمره کرکټ لوبغاړو د متحده عربي ماراتو نولس کلن ټیم ته د ۳۰۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د اسیا د نولس کلنو کرکټ لوبډلو د غوراوي په لیګ کې افغان لوبډلې نن سهار پچه وګټله او کتپان احسان الله پریکړه وکړه چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي. د افغانستان لوبغاړو په پنځوسو اورونو کې خورا استادانه لوبه وکړه، داسې چې د دې سربیره چې به څلورو منډو د افغان لوبډلې د سر یو لوبغاړی شاهد الله وسوځیده، دوی لوبې ته عادي دوام ورکړ خو کله چې د ۲۱ منډو له جوړیدو وروسته کپتان احسان الله وسوځیده ټیم بیا هم  لوبې ته په عادي ډول دوام ورکړ، په دیارلسم اوور کې د افغانستان دریمه ویکټه چې د حضرت الله وه ولویده، له دې سره افغان لوبغاړو د ډیرو تجربه لرونکو لوبغاړو په څیر دې ته پام وکړ چې لوبه ورو کړي څو لس سره ویکټې د پنځوسو اورونو تر بشپړیدو مخکې له لاسه ورنه کړي.

همهاغه و چې طارق ستانکزی او وحیدالله شفق لوبې ته ودریدل او په یو یو او دوه دوه اخیستلو یې بیټنګ ته دوام ورکړ،کله چې دغه دوه لوبغاړي پوه شوه چې اوس له ټیم څخه او له دوی څخه د میدان فشار لرې شوی دی نو ملایې ورته وتړله او لوبه یې دومره تیزه کړه چې د افغانستان د ټیم اوسط منډې په یوه اور کې تر پنځلسو واوښتې.

افغان لوبغاړې ۲۸۲ ته ورسیدل چې د وحیدالله شفق ویکټه پریوتله او بیا طارق ستانکزي کش ورکړ او تر پایه ونه سوځیده، د ۱۶۰ منډې په ۱۱۹ توپونو وکړې، ستانکزي ۱۳ ځلې شپږ��زې واخیستې او ۶ هم څلوریزې.

لاندې لوبغاړو، رشید خان، جمعه ګل، محمد سردار سره له دې چې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او لږ منډې یې وکړې خو اوورونه په خلاصیدو و او پکار و چې دوی ځانونه د خپل ټیم قربان کړي.

د دغه استادانه بیټینګ نتیجه دا شوه چې افغان لوبغاړي ۳۹۰ منډې د عربي متحد اماراتو لوبغاړو ته هدف وټاکي، دا داسې نادر هدف دی چې تر اوسه د کرکټ په تاریخ کې چا نه دی پوره کړی، نو دامارات ټیم هم حیرانه و چې څه وکړي، همهغه و چې په پیل کې یې توکل په خدای لوبه تیزه کړه خو لوبغاړي یې یو په بل پسې لکه د مني پاڼې ورژیدل او افغان باولرانو ته ټینګ نه شول.

د افغانستان په بالرانو کې نوید الحق څلور، شاهدالله دوې، رشید خان دوې، جمعه ګل یو او ضیا الرحمان یو ویکټ واخیست.

د افغانستان نولس کلونو کرکټ لوبغاړو ته هیلې ډيرې زیاتې دي، تیره میاشت چې همدې ټیم د پاکستان د نولس کلنو ملي ټیم د یو ورځنۍ لوبو په یوې لړۍ کې په لاهور کې مات کړ د پاکستان کرکټ بورډ حیراني څرګنده کړه چې افغان لوبغاړي دومره پیاوړي شوې دي چې د پاکستان ټیم ته د دغه هیواد د کرکټ په اکاډیمۍ کې داسې سخته ماتې ورکوي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله سبا /سې شنبه/ د سعودي عربستان له ټیم سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *