تاند – د شل اورونو د نړیوال جام د غوراوي لوبو په ترڅ کې نن یکشنبه افغانستان سکاټلنډ ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې چې د سکاټلنډ په مرکز ایډنبرا کې وشوه افغانستان پچه وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ. افغان لوبغاړو په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې ۲۱۰ منډې جوړې کړې. تر ټولو ډیرې منډې محمد شهزاد وکړې، ده په ۳۶ توپونو ۷۵ منډې وکړې. کپتان اصغر ستانکزي، نجیب الله ځدراڼ او پخواني کپتان محمد نبي هر یوه تر دیرشو ډیرې منډې وکړې خو ځدراڼ او ستانکزی وسوځیدل او محمد نبي تر اخره پاتې شو.

د سکاټلند له لورې لیسک په خپلو څلورو اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او دوه افغان لوبغاړي یې وسوځول. له ده پرته د سکاټلنډ نور بالران ښه ونه ځلیدل.

د افغانستان د ۲۰۱۰ منډو په ځواب کې سکاټلنډ ورو لوبه پیل کړه. د دوی د پیل یو لوبغاړی مونسي په یوازې شپږ منډو وسوځیده، کوترز پنځلس منډې وکړې، مکلیوډ ۱۹، کروس ۳۷ او د سکاټلند کپتان ماوسین ۴۴ منډې وکړې. د افغانستان له لورې محمد نبي په ۴ اورونو کې د سکاټلند درې لوبغاړي وسوځول او ۲۴ منډې یې ورکړې. حمید حسن چې په پیل کې ښه باولنګ ونه کړ د سکاټلند په وروستیو لوبغاړو یې جارو تیر کړ او دا لوبه افغانستان خپله کړه. البته د میرویس اشرف دوه مهمې ویکټې هم ډیرې مهمې وې چې په حساس وخت کې یې واخیستې.

د شل اورونو د ۲۰۱۶ کال د نړیوال جام د غوراوي په روان ټورنمنټ کې افغانستان په ب ګروپ کې له عربي متحد اماراتو، هالنډ، سکاټلنډ، کاناډا، کینیا او عمان سره یوځای شوی دی. په الف ګروپ کې ایرلنډ، نیپال، هانګ کانګ، پاپوا نیو ګیني، نامیبیا، د امریکا متحد ایالتونه او جرسي ټاپو په خپلو کې لوبې کوي.

2 thoughts on “افغان کرکټ لوبغاړو سکاټلنډ ته سخته ماتې ورکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *