تاند – د ځوان افغان لوبغاړي رحمت شاه ۱۴۴ منډو افغان ډله په دوبي کې په څلور ورځنۍ لوبه کې پر کینیا برلاسه کړه.
په دې لوبه کې د دوهمې ورځې په پای کې افغان ډله مخکې شوه او داسې ښکارې چې په دې څلور ورځنۍ لوبه کې به هم د یوې ورځنۍ په څير په عربي متحد اماراتو کې د افغانستان بیرغ بیا ورپیږي.
په دوهم ځل چې کله کینیا ته د بیټنګ نوبت ورسید نو په ۹۳ منډو یې اته لوبغاړې وسوځیدل. د افغانستان له لورې نسیم، سید شیرزاد، یمین احمدزي او عزت الله هر یوه د مخالف ټیم دوه دوه لوبغاړي وسوځول. له دې سره کینیا لوبډله د دوهمې ورځې په پای کې ۲۱ منډې تر افغانستان زیاتې شوې او یوازې دوه لوبغاړې یې پاتې دي.
رحمت شاه چې په بیټنګ کې ستړی شوی و یوازې دوه اووره یې وکړل او په دغو ۱۲ توپونو کې یې یوه منډه هم کینیا ته ورنه کړه.
د افغانستان لا پوره لوبډله د بیټنګ لپاره پاتې ده، خو په لومړي ځل چې افغانانو لوبه وکړه د ځوان لوبغاړي رحمت شاه لوبه ډیره عالي لوبه وه، ده ۱۴۴ منډې په یوازې سر وکړې. له ده پرته نسیم ۳۲ منډې جوړې کړې ا ونور یو افغان لوبغاړی هم ښه ونه ځلیده، خو بیا هم د افغان لوبډلې منډې ۲۳۴ ته ورسیدې چې د افغانستان ټیم ۷۲ منډې زیاتې شو.
د افغانستان د دې لوبې اکثر لوبغاړې د لومړي ټیم نه دی او نوي کسان دی البته په دې لوبه کې بریالی لوبغاړی رحمت شاه چې ۱۴۴ منډې یې جوړې کړې د ملي ټیم د هغې ډلې غړی و چې تیره جمعه یې د کینیا ټیم ته په یوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه او د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام لوبو ته یې لاره وکړه.