تاند – ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په زیمبابوې کې څلور یو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ لوبې وکړي.

دا لوبې  د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام لوبو ته د چمتووالې لپاره ترسره کیږي او لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه به د جولای په ۱۸ بله یوه په ۲۰، دریمه په ۲۱ او څلورمه یوه د جولای په ۲۴ وشي. څلور ورځنۍ لوبې به ټاکل شوې ده چې د جولای په ۲۷ پیل شي.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبغاړي د کرکټ له یوه بشپړ غړي هیواد سره د لوبو لړۍ ترسره کوي.

زیبمابوې او افغان کرکټ لوبډلو تر اوسه دوه ځلې لوبه کړې ده یو ځل په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان د زیمبابوې له الف ټيم سره یوه لوبه مساوي کړه او دوهم ځل هم روان کال په بنګله دیش کې د شل اورونو تر نړیوال جام لوبو مخکې په یوه دوستانه لوبه کې زیمبابوې افغان لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

البته په ۲۰۱۰ کال کې زیمبابوې د افغانستان تر ۱۹ کلنو لږ عمره لوبغاړو ته په نیوزیلنډ کې تر ۱۹ کلنو د کمکیو زلمیانو په نړیوال جام کې په څلورو ویکټو ماتې ورکړې وه.

افغان لوبغاړي په کابل کې د زیمبابوې د لوبو لپاره په تیاري بوخت دي. تر ۱۹ کلنو لږ عمره لوبغاړو کې هم یو شمیر تکړه کسان پیدا شوې دي چې ښایي د زیمبابوې په سفر له ملي ټیم سره ملګري شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *