تاند- د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د کرکټ په اسیايي المپیک سیالیوکې نن په نیمه پایلوبه کې هانګ کانګ ته په اتو ویکټو ماته ورکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، په دې لوبه کې لومړۍ هانګ کانګ بیټنګ وکړ چې د اتو لوبغاړو د سوځیدو په بدل کې ۸۸ منډې جوړې کړې.

افغانستان په خپل وار د دوو لوبغاړو د سوځیدو په وړاندې په اولسم اور کې د هانګ کانګ لخوا ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دې مسابقې ګټلو افغان کرکټ لوبډله د دې سیالیو پایلوبې ته ورسوله.

افغانستان به د اتلولۍ یا د سروزو د میډال د ترلاسه کولو لپاره په پایلوبه کې سبا له بنګله دیش یا سریلانکا سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *