د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۵ نړیوالو یو ورځینیو او ۲ نړیوالو شل اوریزو سیالیو ترسره کولو لپاره زمبابوې ته روانه شوه.

د ملي لوبډلې سفر په اړه د معلوماتو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ د غونډو په تالار کې یوه خبري ناسته تنظیم شوې وه. په غونډه کې د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي، د کرکټ بورډ کارکونکو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ووییل چې، د ډیرې خوشحالۍ او ویاړ ځای دی چې ملي لوبډله د یو بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې پر وړاندې د لوبو پراخه لړۍ ترسره کوي. دانش زیاته کړه، د لوبو ژوندي خپراوي شرط د هوکړې یوه برخه وه خو کوربه لوبډلې د ټین کرکټ (Ten Cricket) له تلویزیوني چینل سره د کومو ستونزو له کبله لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې نه کړای شوې. نوموړي ووییل چې، موږ د ژوندي خپراوي لپاره هر راز ونډې ته ټټر وهلی او چمتو یو تر څو د زمبابوې او ټین کرکټ ترمنځ د ستونزې له هواریدا سره سم د لوبو په ژوندي خپراوي کې خپله همکاري ترسره کړو.

اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي ووییل چې، ملي لوبډله له هره اړخه چمتو ده او د لوبغاړو فزیکي، تخنیکي او رواني پیاوړتیا لپاره مو په کابل کې د یوې اوونۍ لپاره تمریناتي کمپ په لاره اچولی وو. ستانکزي ووییل چې، د لوبو ژوندي خپراوي لپاره مو هلي ځلې لا هم روانې دي او موږ تمه لرو چې مثبتې پایلې به ولري.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي د افغانستان کرکټ بورډ اداې څخه مننه وکړه چې د دوی لپاره یې په کابل سربیره زمبابوې کې هم تمرینات تنظیم کړي دي او دوی به په زمبابوې کې د سیمه ایزو لوبډلو پر وړاندې تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *