ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا انټرکانټیننټل کپ سیالیو لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي د جون په ۲ مه نیټه د سکاټلنډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. دغې سیالۍ لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي لوبغاړو وړتیا رغونې او د څلور ورځیني کرکټ فارمټ لپاره د مناسبو لوبغاړو ټاکنې په موخه د ننګرهار په غازي امان الله خان نړیوال لوبغالي او د کابل په سرپټې اکاډمۍ کې تمریناتي کمپونه په لاره واچول چې په پایله کې یې د ټاکونکې کمیټې لخوا ۱۴ کسیزه لوبډله چمتو شوه.
دغه ۱۴ کسیزه لوبډله به د سکاټلنډ پر وړاندې د سیالۍ له ترسره کولو دمخه په انګلستان کې ۱۲ ورځیني تمرینات ترسره کوي تر څو د سیالې لوبډلې پر وړاندې له پوره چمتووالي سره سیالۍ ترسره کړي.
د ملي لوبډلې رخصتۍ څخه دمخه اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي له لوبغاړو سره یوه هراړخیزه ناسته درلودله. ستانکزي ملي لوبډلې ته ووییل چې، “زموږ موخه د ټیسټ تر دریځه تلل دي او په دغه لاره کې به هر ډول ننګونو سره زړوره معامله کوو. زه باوري یم چې ستاسې ترمنځ همغږي، د هدف په لور کوټلې ارادې او په پوره اخلاص سره لوبه کول به زموږ مزل ګړندی او بریالی کړي.”
ستانکزي نوی کپتان اصغر ستانکزی هم لوبډلې ته معرفي کړو او ویې وییل چې نوموړی د یوه لوبډلمشر په توګه دروند مسئولیت او پوره واک له ځانه سره لري. ستانکزي د پخوانیو لوبډلمشرانو هر یو نبي عیسی خیل او نوروز منګل په موده کې د لاسته راوړنو لړۍ وستایله او دوی یې ملت ته ویاړ راوړونکي ستوري وبلل. سربیره پردې، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي مرستیال لوبډلمشر جاوید احمدي او نوي مدیر شیرآغا همکار هم لوبډلې ته وروپیژندل او نوي لوبډلمشر، مرستیال لوبډلمشر او نوي مدیر ته یې د بریالیتوبونو دعا وکړه.
په پای کې له دستور سره سم پخواني لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل نوي لوبډلمشر اصغر ستانکزي ته د لوبډلمشرۍ خولۍ په سر کړه او ملي لوبډله د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د اجراییوي رئیس مرستیال دوست نظري او د کرکټ بورډ کارکونکو له لوري رخصت کړای شوه.
Allah da warsara mal she