تاند: ( ابوبکر جبارخېل)- ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله  سبا د تلې په اتمه د دوشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې  د کينيا له پیاوړې لوبډلې سره دوې شل اوریزې، دوې یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ مسابقې پیل کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس افغان لوبډلې شارجې ته له تګ وړاندې په ننګرهار ولایت کې کافي تمریونونه کړي دي.

د یاد بورډ په وینا که چیرې افغان لوبډلې دوې يو ورځنۍ مسابقې وګټلي نو راساً به د  ۲۰۱۵ کال نړيوالو پنځوس اوريزو اتلوليو ته لار پیدا کړي.

په همدې حال کې په نړيوالو شل اوريزو مسابقو کې هیوادونو ته په کار ده ترڅو په کال کې اته مسابقې وګتي خو افغان لوبډلې روان ۲۰۱۳ کال کې بیا دغه ټولې مسابقې ګټلې دي.

ویل کېږي چې د افریقا براعظم د کینیا هیواد لوبډله د افغانستان مهمه سیاله لوبډله ګڼل کېږي چې دغه لوبډله په ۲۰۰۳ کال په نړیوالو پنځوس اوریزو سیالیو کې تر نیمه پایلوبې رسېدلې وه.

یاده دې وي چې افغان لوبډله خپل کینیايي سیال ته په کمه سترګه نه ګوري او په خورا کلک هوډ سره یې د لوبې ډګر ته د ننوتو تابیا لري.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

2 thoughts on “افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له کینیا سره خپلې مسابقې پیلوي”
  1. سلامونه او نیکی هیلی…
    الله پاک دی زمونږ ټیم د کینیا په وړاندی سر لوړی لری، او دا هیله لرم چی افغانستان کینیا هم د نمیبا او سکاټلنډ په شان وایټ واش کړی!!

    د کامیابیو په هیله ملی اتلانو!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *