ټاکل شوې سبا چې د روان زیږدیز کال جولای له ۲۸ نیټې سره سمون لري، افغان کرکټ ملي لوبډله هیواد ته راستنه شي. د کرکټ ملي لوبډلې په بریالیتوب سره د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته لارموندنه وکړه او د سیالیو په ترڅ کې یې پنځم مقام ترلاسه کړ.
د کرکټ بورډ اداره به د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې ملي لوبډلې ته د هرکلي کولو په موخه د کرکټ مینه والو په بدرګه ورځي. له همدې امله د رسنیو له ټولو همکارانو غوښتنه کیږي تر څو د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته د خپل یوه استازي په رالیږدولو سره د ملي لوبډلې هرکلي مراسمو ته په پوښښ ورکولو سره د کرکټ بورډ اداره د خپلو همکاریو منندویه کړي.
نیټه: د روان زیږدیز کال جولای ۲۸مه
وخت: د ماسپیښین ۱ بجه
درک: د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر
مونږ پر خپلو قهرمانانو ویاړو او هیله لرو چی ځوانو لوبغاړو ته ډیره موقع ورکړل شی تر څو د افغانستان د کرکټ راتلونکي نور هم ځلانده شې. زه د کرکټ بورډ څخه غواړم چی د کرکټ په لوبه کی او د لوبغاړو په انتخاب کې توجه لیاقت او شایسته ګی ته وکړی او نه واسطو، اړیکو او پیسو ته. دې لوبی او دغو لوبغاړو زمونږ ملی هویت ته ډیر ښه نوم ګټلۍ او د خدای په لحاظ چی دا خراب نه کړی. همدارنګه ځوان لوبغاړی د کرکټ آینده ده او ضرور نه ده چی مونږ د کریم او د تاج ملوک ورونه ولوبوو هغوی دی وې په ولایتی سطحه نه دا چی په ملی سطحه ځکه چی وړتیا یی نه لری. مونږ یی قدر کوو او دوی او ددوې په شانی نور دی هم د ملت قدر وکړی نه دا چی د رهبرانو په شانی شی چی چوکۍ د ځان پوری سلیشت کړه او هیواد یی د تل پاتی بدبختی کور وګرځاوه.
په مننه
افغان