د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې نن افغان کرکټ ملي لوبډله په دوهمه سیالي کې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره مخامخ شوه چې په ۸ ویکټونو یې وګټله.

متحده عربي امارات او سکاټلنډ د بي ګروپ، چې افغان ټیم یې برخه دی، تر نورو تکړه لوبډلې دي.

پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځیدو په بدل کې۱۶۴ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ اچوونکو لخوا میرویس اشرف ۲، حمید حسن ۲ او دولت ځدراڼ هم یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په اتلسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. شهزاد محمدي ۷۴، اصغر ستانکزي ۴۴ او سمیع الله شینواري ۳۰ منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم خپله لومړۍ مسابقه له هالنډ څخه په ۳۲ منډو وګټله.

د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو کې څوارلس لوبډلې برخه لري. افغانستان د دغو سیالیو په ب ګروپ کې ځای لري چې ورسره د سکاټلنډ، هالنډ، متحده عربي اماراتو، کنیا، عمان او کاناډا لوبډلې یوځای دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *