تاند: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن /جمعه/ د کرکټ د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره استرالیا ته روانیږي.

افغانستان به په نړیوال جام سیالیو کې لومړنۍ مسابقه له بنګله دېش سره وکړي.

پرون په یوه غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ ريیس نسيم الله دانش وويل چې افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو ته نږدې شوى دى.

ده وویل، افغانستان د دې دريځ له مخې د کرکټ د نړيوالې شورا د لوبو په مهال وېش کې داخل شو او له دې وروسته به د وړو لوبډلو په ځاى له پياوړو لوبډلو سره ډېرې لوبې ترسره کوي. نوموړى وايي چې دافغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پرمختګونو ترڅنګ د کرکټ اداره هم ډېر پرمختګ کړې او په نړيوالو معيارونو برابره شوې ده.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل چې دوى نړيوال جام لپاره پياوړې لوبډلې ټاکلې ده او په لوړ مورال سره نړيوال جام ته روانېږي.

د ملي لوبډلې سر روزونکي انډري مولز وويل چې ملي لوبډله له څو مياشتو راهيسې ښه تمرينات ترسره کړي اوهيله يې څرګنده کړه، چې په نړيوال جام کې له ځانه وړتيا وښيي.

د ملي لوبډلې کپتان نبي عيسى خېل وويل چې که څه هم له تېر يوه کال راهيسې ددوى تياريانې روانې وې، خو له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې په لوړه کچه تمرينات کړي او لوبغاړي نړيوال جام ته له بشپړې تيارۍ سره روان دي.

بلخوا د اسټراليا سفارت نړيوال جام ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د سفر په وياړ هغوى ته د مخه پروګرام ونيولو. په دې پروګرام کې د اسټراليا سفير مټ اڼدرسن ، دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش، اجراييه رييس شفيق الله ستانکزى، ملي لوبډله او دهغوى روزونکو برخه اخيستې وه.

1د اسټراليا سفير پخپله خبرو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په نړيوال جام کې د ښو هيلو څرګندونه او د دوى د برياليتوب لپاره يې دعا وکړه. د اسټراليا سفير په پاى کې د کرکټ هغه بيټ د افغانستان کرکټ بورډ ته ډالۍ کړ، چې د اسټراليا د ملي لوبډلې لوبغاړو لاسليکونه کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د ا سټراليا له سفير او سفارت څخه مننه وکړه، چې تل يې ددوى مادي او معنوي مرستې او ملاتړ کړى دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *