عطا محمد میاخېل-
د سه شنبې په ورځ چې د روان هجري لمریزکال د لړم ( عقرب) له پنځمې نېټې سره برابره وه ، د عرب اماراتو په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې د افغانستان ملي کرکېټ  او د نیوزیلنډ الف کرکېټ لوبډلو ترمنځ  پنځوس اوریزه یوه ورځنۍ سیالۍ تر سره شوه ، چې د لوبې پچه نیوزیلنډي لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه ، په نیوزیلنډۍ لوبډله کې انټن ډیوسیک غوره توپ وهنه تر سره کړه ، چې په ۷۴ توپونو یې ۵۵ منډې جوړکړې ، یوه شپږیزه او ۶ څلوریزې یې ترسره کړې .

د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ لس اوره توپ اچونه ترسره کړه ، چې ، ۲۹ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړی یې وسوځول .
نیوزیلنډي لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره ۲۰۴ منډې تر سره کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ ، خو افغان لوبډلې یاد هدف ته ځان ونه شو رسولای  او د ۳۸/۵ اورونو په لوبولو سره یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل ،  یوازې ۹۹ منډې یې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۰۵ منډو او ۶۷ توپونو په توپیر وبایلله .  
 د یادونې وړ ده ، چې د افغا لوبډلې له لوري میرویس اشرف د۳۰ او افسر ځاځي د ۲۱ منډو په جوړولو سره د افغانستان له پاره غوره توپ وهونکي ثابت شول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *