موږ ( افغانستان ) دا لس کاله کیږي ،چې دې لوبې ته مو مخه کړې ، په دې دومره لږه موده کې ؛ په دې توانيدلي یو ،چې له لويو لوبډلو سره و لوبيږو او تر یوه بريده ور سره مقاومت هم وکړو.
خو خبره ده تجربې او امکاناتو ده ، دا نور هیوادونه تر بنګله دیش پوري د کریکټ اوږده سابقه
( لسګونه کاله ) ، پوره امکانات لکه : اکاډمۍ ، لوبغالي ، د دولتي ادارو ځانګړې پاملرنه ، لوبغاړو ته ښه امتيازونه ، دښو روزونکو شتون ، د عوامو(ولس ) تشويق … او او
خو موږ څه لرو !؟
يو څو ځوانان ،چې دا لوبه يې د هجرت پر مهال په پاکستان کې کوله او هیڅ ډول امکانات يې نه لرل ؛ بیا دلته راغلل په نړيواله کچه يې لوبې وکړې او په هغه اوږده لیست کې يې افغانستان ښه مقام ته را ورساوه او لګيادي نور پرمختګونه هم کوي.
زه ، پوره ډاډمن یم ،چې په راتلونکو لسو کلنو کې به افغان کریکټ لوبډله ؛ په ټولو برخو کې لوی پرمختګونه او بریالیوبونه ترلاسه کړي.
اما څو ټکو ته باید پاملرنه وشي ؛ ترڅو دا بهیر ورځ تربلې د ښه کېدو پر لور لاړ شي .
۱ـ کریکټ بورډ باید له هر ډول سياسي او سلیقوي چلند څخه وژغورل شي او د لوبغاړو ټاکنه باید يوازې او یوازې د وړتیا په اساس وي .
۲ـ کریکټ بورډ ته پوره امکانات په لاس کې ورکړل شي، ترڅو په هر ولایت او ښار کې عصري او د اړتیا وړ اکاډمۍ او لوبغالي جوړ کړي .
۳ـ کریکټ بورډ باید د ښه نظم ، ډسپلین (مکافات ،مجازات ) د اصل پربنسټ باید یوه لایحه او مقرارت وضع کړي ، ترڅو حق په حقدار سپارل شوی وي او هرڅوک ( لوبغاړی او مسول ) ځان په دې اينه کې وګوري او دا لوبډله يوازې دافغانستان ځان وګڼي .
۴ـ کریکټ بورډ باید هغه اسانتياوې او لګښتونه ،چې پر لوبغاړو کيدونکي وي له هغوی و نه سپموي مانا نورو هیوادونو ته يې د تمريني لوبو لپاره وليږي ،د هغوی معاشونه ور لوړ کړي ، د شهرت لپاره يې پر ځينو اصولي کړنو بنديز ونه لګوي ، د سيمي هیوادونو سره يې وخت پر وخت وه لوبه وي ، د استراحت پر مهال يې ټوټلي باید کورته و نه ليږي بلکې ؛ د يو ځانګړي مهال ويش له مخې يې تمرینونو ته را وغواړي تر څو ډیله (انفیټ ) نه شي .
۵ـ کریکټ بورډ باید په خپله اداره کې د هرډول فساد مخه ونیسي ؛ ترڅو مرسته شويې پيسې او شته بودجه په نورو لارو سر نه شي . په ولايتونو او مهمو ځایونو کې داسې کسان پر دندو وګماري ،چې واقعآ په کریکټ پوه وي ، ښه شخصیت ولري او د ځواب ورکولو توان او وړتیا ولري .
۶ـ دولت باید کریکټ بورډ ته؛ پوره اسانتیاوې برابرې کړي : د نړيوالو لوبغالو په جوړ ولو کې ور سره مرسته وکړي ، د کریکټ د دایمي غړو هیوادونو سره يې په همکارۍ او پرمختګ کې په لویه او سياسي کچه ملاتړ وشي ( هغه سفرونه ،چې ولسمشريې د کریکټ دايمي غړو هیوادونو ته کوي ؛ د نورو مسايلو ترڅنګ باید په اجنډا کې د کریکټ مسایلو ته ځای ورکړل شي )
۷ـ دا لوبه په ملي کچه معريفي شي او په دې لاره کې هرډول تبلیغات وشي ، ترڅو د ځينو خلکو منفي ذهن ور سم شي ،چې دې لوبې ته ( د وارداتي لوبي ) په سترګه ګوري .
نوري ګڼې خبرې شته خو ، کومې خبرې ،چې يادې شوې که په پوره صداقت عملي شي ؛ زه ډاډمن يم ،چې دا سپورټ به د بل هر شي په پرتله په دې هیواد کې لوی برمختګ وکړي .
انشاءالله