تاند، چهارشنبه، د دلوې ۹مه: افغان کومانډو ځواکونو په بادغیس کې په یو لړ تصفیوي عملیاتو کې د طالبانو له بنده ۶۵ کسان راخوشې کړيدي.
دبادغيس د ولايتي شورا رييس عبدالعزيز بيګ وایي، دغه عمليات د بالامرغاب ولسوالۍ په بوکان سيمه کې د کمانډو ځواکونو له خوا ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۶۵ ملکي او نظامي بندیان د طالبانو له منګولو راخوشې شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا رییس وایي، ژغورل شوي بندیان چې زیاتره یې سرتیري دي د بادغیس قلعه نو ته انتقال شوي دي.
په روان هجري لمریز کال کې افغان ځواکونو د طالبانو تر ټولو ډېر زندانونه مات کړي دي.