تیره شپه افغان کمانډو ځواکونو د طالبانو پر یو زندان چاپه وهلې او اته ویشت بندیان یې له زندان راخلاص کړي دي.
د افغانستان امنیتي خواکونه وايي، عملیات په ډیر مهارت ترسره شوي، هیڅ بندي ته زیان ندی رسیدلی او دوه طالب زندان ساتونکي یې وژليدي.
په ازادو کړای شوو بندیانو کې شپاړس یې ملکي وګړي دي.دوی په دوه تیاره خونو کې ساتل او اکثره یې سخت شکنجه شوي هم دي.
وړمه ورځ یونما راپور ورکړ چې طالبان پخپلو زندانونو کې بندیان شکنجه کوي، بمونه ورباندې جوړوياو یوازې د روزګان په یو زندان کې اته کسان د وهلو ټکولو له امله وژل شوي دي.