پېښور- افغان کولتوري بهير او 191 منځني ښوونځي ادارې له خوا په ګډه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ولمانځله.
د فبروري په يوويشتمه نېټه د نړۍ په سطحه د مور نړيوالې ژبې په اړه لاريونونه او سيمينارونه ترسره شول. پېښور ته څېرمه په کوهاټ کې د افغان کولتوري بهير او191 منځني ښوونځي په نوښت ددې ورځې په اړه لويه غونډه تر سره شوه چې د ښوونځيو ، لېسې، سيمه يزو فرهنګپالو، قومي مشرانو استادانو پکې ګډون وکړ. غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو سره پرانستل شوه .
ورپسې د افغان کولتوري بهير مشر ښاغلي استاد سيف الرحن هاشمي د نوموړي ورځې په اړه لنډه تاريخچه بيان کړه. نوموړي د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: په ننني دور کې د نړۍ ډېرو ژبو پرمختګ کړى چې زموږ له پښتو ژبو سره ګاونډۍ ژبې اردو او عربي په اسلامي او دوديزه بڼې په نړۍ کې له نورو ژبو ډېره شتمنه ده په هرفن کې په زړه پورې مطالب لري .
ښاغلي هاشمي له ځوان قشر څخه وغوښتل چې افغاني ټولنه له ښوونې او روزنې سره اشنا کړي او ليک لوست عام کړي. ښاغلي هاشمي له ليکوالو هېله څرګنده کړه چې خپل قلم په ټولنيزو او علمي موادو و څرخوي څو پښتنه ټولنه شتمنه او له نورو ژبو سره سياله شي . مدير محمد زمان قومي مشرانو او سپين ږيرو ته توصيه وکړه څو خپل اولادونه تعليمي مرکزونو ته وهڅوي او د تربيي او ژبني مهارتونو ته وده ورکړي. ښاغلي استاد محمد داود افغاني ټولنه د ژبې تر څنګ افغاني دود ته وهڅوله نوموړي وويل: افغانان بايد له ژبې سره سم خپل دود او عنعات له منځه يونسي دا فکر دې نه کوي چې دوى په نورو هېوادونو کې ميشت دي او د نورو دود په پخپلو کورنيو کې رايجوي. ياده دې وي چې په دې غونډه کې د ښوونځيو زده کوونکو هم په زړه پورې مقالي او شعرونه ولوستل . گل امين سعادخيل، افتخار خان. جهانزيب په وار سره د ژبې د مېتودونو او نورو اړخونو په اړه مقالي واورولې.