د افغان کلتوري ټولنې په نوښت نن د پېښور د حيات اباد د حديبيې ليسې په انگړ کې يوه درنه پسرلنۍ مشاعره وشوه چې يو زیات شمير افغان شاعرانو، ليکوالانو او د شعر او ادب مينه والو په کې گډون درلود.
مشاعره د قران کريم د څو مبارکو اياتونوپه تلاوت پيل شوه مشران ميلمانه يې ډاکټر بصيربيدار ستورى او محمد قاسم مين وو دپېښور دافغان قونسلگرۍ دفرهنگي چارو استازى بلال اميري ، فرهنگې خونې مشر اسدالله فاروقي ،د معارف داتشې استازى ښاغلی عبدارحمن عزيزى او استاد زاهدالرحمن مخلص برخه اخيستې وه ددريځ چارې د قاضي نثارالله حنيف پرغاړه وى اود کلام الله مجيد د تلاوت او ملي سرود څخه وروسته د مشاعرې لړۍ پيل شوه او درنو او قدرمنو شاعرانو هر يو ښاغلي امان الله نصرت، ښاغلي غازي اجمل افغان ،ښاغلي فضل مولاتوره کي، ښاغلي ،سردارخان سيرت ،،ښاغلي فضل قادرانډيوال ، استاد عبدالجبار پوپل ښاغلي ،شهزاده شيرين زوى، مولوي ميرويس ، ،ښاغلي عبدالخليل کريمي ، ،استاد منيرجلالي، مولانا زاهدالرحمن مخلص، ښاغلي صفي الله سنگين ، استاد محسن صديقي،ښاغلي فرمان الله ارماني ، ډاکټر بصيربيدار ستورى ،ښاغلي مین او نورو په خپل وار شعرونه واورول چې د مشاعرې د برخه والو له خوا په تودو احساساتو بدرگه شول او ښه هرکلی يی وشو غونډه په ګران هېواد کې د سرتاسري سولې او امن په دعا پای ته ورسيده او د مشاعرې برخه والو په هغه مازيگرنۍ کې برخه واخيسته چې د افغان کلتوري ټولنې له خوا برابره شوې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *