تاند- په هلمند کې د وسله والو طالبانو له یوه بنده د امنیتي ځواکونو په ګډون لږترلږه ۵۴ تنه اسیران خوشي کړل شول.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک نن /سې شنبه/ وویل، دا بندیان تېره شپه په موسي کلا ولسوالي کې د کومانډو ځواک په حمله کې راخلاص شول.
د عمر ځواک په وینا په خوشي شویو اسیرانو کې ۳۲ ملکیان، ۱۶ پولیس، ۴ د اردو سرتېري او ۲ ډاکتران دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په وروستیو څو میاشتو کې په هلمند کې د کومانډو ځواک لږترلږه درېمه حمله ده چې د طالبانو پر محبسونو یې کوي او برمته کسان ورڅخه خلاصوي.
د سږ کال په مې میاشت کې افغان کومانډو ځواکونو په کجکي کې د طالبانو پر محبسونو په برید کې لږترلږه ۱۰۰ تنه بندیان خوشي کړل.
د فبرورۍ په میاشت کې یې په لغمان کې هم د طالبانو له بنده ۳۰ تنه خوشي کړي وو.