تاند، وروستی تعقیب: د کندوز ولایت سیمه ییزو چارواکو تازه ویلې چې افغان کومانډو ځواکونه د طالبانو د تېرې شپې له برید وروسته دغې سیمې ته رسیدلې او دغه سیمه اوس د افغان ځواکونو په لاس کې ده ،دوئ وایي افغان پوځي چورلکې پر طالبانو بریدونه کوي.

د کندوز ولایت د حکومتي روغتون چارواکو رسنیوو ته ویلې چې وسله طالبان اوس له روغتونه وتلي دي

د کندوز د پولیسو ویاند سید سرورو حسیني وايي، طالبانو تېره شپه له څلوورو خواوو پر کندوز ښار برید کړی، چې په وینا یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او متقابل برید روان دی

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، عمومي سړک د طالبانو په ولکه کې دی چې په وینا یې د کندوز ښار له کابل بندر سره نژدې د خاک کني سیمه یې هم نیولې ده
ښاغلی مجاهد زیاتوي، “د کندوز ښار د دریمې حوزې آمر کلک ټپي شو، ګڼ شمېر پولیس يې وژل شوي دي”

بل لورته د حکومت د رسنیو د مرکز مشر فیروز بشري رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، طالبان شمال ختیځ (بدخشان، تخار او بغلان) ولایتونو کې تر زیات فشار لاندې دي چې پر کندوز ښار د برید له لارې غواړي د رسنیو پام بلې خوا ته واړوي

نوموړی زیاتوي، موږ کندوز کې کافي ځواکونه لرو چې طالبان بېرته په شا وتمبوو

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټويټر لیکلي، چې د کندز ښار له ځینو برخو افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي، نوموړي زیاته کړې چې د افغان ځواکونو لومړیتوب د ملکي وګړو ساتنه ده

وسلوال طالبان په داسې مهال په کندز ولایت د دریم ځل لپاره حمله کوي چې په دوحه کې وسلوال طالبان له امریکایي استازو سره د سولې د مذاکراتو میز ته ناست دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *