ملي اردو

تاند- افغان کوماڼدو ځواک جلال اباد ښار ته نژدې له چاودېدونکو موادو ډکه لارۍ ونیوله.

زد ۲۰۱ قول اردو ویندوی هارون یوسفي نن وویل چې کوماندو ځواک د سې شنبې په ورځ ماښام مهال د ثمرخېلو په سیمه کې یوه لارۍ ودروله او په هغې کې یې دوه سپاره کسان او چلوونکی ونیول.

یوسفي وویل چې له نیول شویو مشکوکو ترهګرو څخه پوښتنې – ګروېږنې روانې دي.

د ده په وینا کومانډو ځواکونو د دغو چاودېدونکو موادو په کشفولو د لویې ورانۍ مخه ونیوله.

ننګرهار ولایت، چې پخوا په ختیځ کې تر ټولو امن ولایت و، په وروستیو دوو کلونو کې ناکرار شوی دی. له یوې خوا وسله وال طالبان پکې زیات شوي او له بلې خوا داعش پکې سر راپورته کړی او له خلکو یې ارام اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *