ښکاره خبره ده چې له کوره تللی مسافر چې وروسته له څو کالو خپل کور ته راځي ډیر لیواله وي زیات خوبونه ګوري خو چې کله یې د کور غړي په سمه توګه د راتګ هرکلی ونکړي زړه یې ماتیږي او همغه د مسافرۍ سختې شپې او ورځې په خوند یادوي.
نو هغه مسافر چې له خپل هیواد څخه د مهاجرت ۳۷ کلنه مخینه لري له خپل هیواد سره به څومره بې انتها مینه او د ورتللو لیوالتیا لري له بده مرغه چې څوک یې په سمه توګه هرکلی نه کوي.
پاکستان د افغان مهاجرینو پر وړاندې له هر ډول زور زیاتي څخه کار اخلي دوی ځوروي او بې ګناه یې په مختلفو نومونو زندانونو ته لیږي نړیوال بشري حقوق یې له پښو لاندې کړل او ددوی له ځورولو په هره برخه کې خوند اخلي.
د افغانستان او پاکستان د سیاسي شخړو زور تل له ناچارو او بې سرپرسته کډوالو وځي، چې ښه بیلګه یې اوسنی یونیم میلیون افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکول دي حال دا چې د افغانستان،پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لخوا وروستۍ ناسته چې په استانبول کې وشوه د پاکستان لوري په کې په مشروطه ډول ومنله چې د افغان کډوالو د اوسیدو موده به د ( ۲۰۱۸ )م کال تر پایه وغځوي.
پاکستان تل خپلې وعدې ماتوي او افغان حکومت له خوږې ګوتې نیسي .
په دې وروستیو کې د ټرمپ لخوا پر پاکستان فشارونه زیات شوي وو تر څو د ترهګرو پټنځایونه له مینځه یوسي خو خلک اوس داسې انګیري چې پاکستان د ټرمپ زور له خوارو کډوالو وباسي.
افغان کډوال ولې خپل هیواد ته زړه نه ښه کوي؟
دا چې کډوال د افغان حکومت د ضعف نقطه ده راځو دې ته چې افغان حکومت کډوالو ته څه کړي دغه د مینې تږیو ته څومره مینه ورکول کیږي نو افغان حکومت هم د پاکستان غوندې د دوی په حقوقو پښې ایښي او تل یې خپلې ژمنې ماتې کړي.
دا مهاجرین له خپل هیواد سره خورا ډيره مینه لري د مینې ښه بیلګه یې د دواړو هیوادونو تر منځ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ سیالۍ وې چې همدې کډوالو په پاکستاني هوټلونو کې د افغان لوبغاړو په ننګه چیغې وهلې چې بالاخره د پاکستاني پولیسو لخوا تاڼو ته یوړل شول.
د میرنۍ مور په غیږه کې راغټ شوي کډوال د سکه مور د غیږې او مینې ډير ارمانجن دي دوی تل غواړي خپل هیواد ته په عزت ستانه شي خو د راتلو زمینه ورته خپل مشران نه برابروي لپاره یې نمایشي غونډې او د درواغو ژمنې ښې پریمانه کوي.
دوه کاله وړاندې له کډوالو سره د افغان حکومت له لوري د یوې ټوټې ځمکې ژمنه وشوه همغه وو چې کډوالو د خپل وطن ګل وطن په نامه کمپاین پیل کړ څه باندې یو میلیون کډوال خپل هیواد ته راستانه شول نه یې د خپلو مشرانو لخوا هرکلی وشو نه ورته هغه لومړني امکانات ورکړل شو چې د دوی له لوري ورسره ژمنه شوې وه ان د عامو خلکو لخوا ورته د ځمکو بیې او د کورونو کرایې څو چنده لوړې شوې، د دوی لپاره راوړل شوې مرستې د کلیو ملکان په یو نامه او بل نامه وړي.
د تیر کال ډیری راغلي کډوال په پټه بیرته پاکستان ته واوښتل او پاتې یې په راتګ پښیمانه وو ځکه چې دوی سره کړې وعدې نه پوره کیږي،د کاروبار لپاره ورته کومه زمینه نده مساعده برعکس د دوی برخه لوړپوړي چارواکي خوري.
۷۰ فیصده کډوال دلته یوه ټوټه ځمکه نلري نو چې راشي چیرته او کوم ځای کې خپل ژوند وکړي.
دوی د کډه شویو کډوالو حالاتو ته په کتو خپل راتلونکی بد ګوري ځکه راتګ ته زړه نه ښه کوي او د ډانګ او پړانګ تر منځ راګیر پاتي.
که افغان حکومت غواړي چې د پاکستان له دغه کړاوه ځان خلاص کړي نو باید په دغه برخه کې جدي اقدامات وکړي هغوی ډیر څه نه غواړي صرف د ژوند لومړني امکانات دې ورته برابر کړي.