محمدالله شېرزی –
نږدې درې لسیزې وړاندې هر کله چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان ته راغلل دلته یې شتون د غرب د پرتې کینې او زور ماتونې په موخه د افغانانو په منځ کې بل ډول تعبیر شو.
ډیری افغانان د خپل هیواد څخه د پاکستان خاورې ته مهاجر شول، خپل شته جایدادونه او جوړ کورونه یې پریښودل او د غرب د پریمانه مرستو په ورکولو سره څو تنظیمونو په جوړښت په هېواد کې د شته حکومت پر خلاف د جهاد اعلان وکړ.
هر کله چې شوروي اتحاد په افغانستان کې ماته وخوړه، زیاتره افغانان خپل هېواد ته بیرته راستانه شول، خو په لکونه یې بیا هم هملته پاتې شول. کله چې پدې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان د دولتونو ترمنځ د ترهګرۍ پر سر اړیکې ترینګلې شوې، نو پاکستان هم د فشار د قوې په حیث د مهاجرینو د ویستو اقدام وکړ. په ډېر ظلم او زیاتي سره یې د افغانانو څخه بندي خانې ډکې کړې او یا یې خپل هېواد ته په زور سره راستانه کړل.
لیکوال وړاندې لیکي، چې دا پروسه لا هم په تېزۍ سره روانه ده تازه شمیرنې ښیي، چې د ورځې ۱۰۰۰ تنه نا ثبت شوي افغان کډوال له پاکستانه بېرته راځي. د اپریل په لومړیو دوو اوونیو کې د ورځې ۱۰۰۰ تنه ناراجستر شوي افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راغلي دي.
د تېر کال په پای کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو د بهیر له درېدو وروسته په اپریل میاشت کې افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر په تېرو درو میاشتو کې تر بل هر وخت چټک شوی دی.
د مهاجرت نړیوالې ادارې او مرستندویه موسسو هم د پاکستان دولت دغه زور زیاتی او له کډوالو سره د نړیوالو اصولو خلاف عمل کول په ځلونه غندلي دي او له دې هېواده یې بار بار غوښتنه کړي، چې مهاجرینو سره دې له بد چلند نه ډډه وکړي.
په افغانستان کې د ناروې د کډوالو د شورا سیمه ییزې رییسې (کېټ او رورک) وویل«موږ د هغو کډوالو په حال اندېښمن یوو چې لازم اسناد نه لري.»
د ۲۰۱۶ د دسمبر او د ۲۰۱۷ د مارچ ترمنځ له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ورو شو او په متوسط ډول د ورځې ۱۵۰ ناراجستر شوي افغان کډوال بېرته راتلل، خو په روان اپریل کې ناببره د راستنېدونکو شمېر د ورځې ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شو.
چې وروستیو سختو ځورونو، شکنجو او بې عدالتیو افغانان دېته مجبور کړل، چې خپل هیواد ته بیرته راستانه شي. له نړیوالو مرستندویه ادارو او افغان دولت نه د همکارۍ غوښتنه وکړي. د پښتو هغه متل چې وایي((پردی کټ ترنیمو شپو وي)) په یاد کې لري او اوس له خپل هېواد سره خپله مینه په ورانو شویو مېنو کې له سره پیلوي.