افغان ملي نولس کلنې لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن فجي ملي نولس کلنې لوبډلې ته د ۲۲۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن افغان ملي نولس کلنې لوبډلې د فیجي ملي نولس کلنې لوبډلې ته د ۲۲۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د نننۍ لوبې پچه د فیجي لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. افغان ملي نولس کلنې لوبډلې د سیالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۴۰ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۴۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې کریم جنت ۱۵۶ او پرویز ملکزي ۷۴ منډې جوړې کړې.
فیجي لوبډلې ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او ټوله لوبډله یې د سیالۍ په ۳۱ اورونو کې د ۱۱۴ منډو په جوړولو سره وسوځیده. د ملي نولس کلنې لوبډلې توپ اچونکو له لوري نجات مسعود او راشد ارمان درې درې او مسلم موسی او ظاهر خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
کریم جنت د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه ټول افغان ولس ته د ملي نولس کلنې لوبډلې نننۍ بریا مبارکي وایي. عمومي رئیس نسیم الله دانش وایي چې، زموږ ملي نولس کلن لوبغاړي په نړیوال جام سیالیو کې په لوبیدو سره موږ ته ویاړ رابخښي او ډاډمن یو چې د سیالیو په ترڅ کې به د غوره مقام په اخیستلو سره راتلونکي نړیوال جام سیالیو کې خپل ګډون ډاډمن کړي. اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، زموږ ملي نولس کلن لوبغاړي زموږ د راتلونکې ملي لوبډلې لپاره د یوې غوره حمایوي قوې په توګه ځلیږي او موږ ته د پرمختګ ډاډ راکوي. ستانکزی د ملي نولس کلنې لوبډلې ونډه په نړیوال جام سیالیو کې د ټول ولس ویاړ ګڼي او دوی ته په راتلونکو سیالیو کې د ښه چانس غوښتنه کوي.