تاند- د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ټیم نن د ویسټ انډیز یا غرب الهند د نولس کلنو له لوبډلې سره مخامخ شو.
لوبه یا بیټنګ ویست انډیز پیل کړ. ویسټ انډیز په ۴۹ اورونو او ۲ توپونو ۲۱۵ منډې جوړې کړې. په مقابل کې افغان لوبغاړي په ۴۸ اور کې په داسي حال کې وسوځېدل چې ۲۰۶ منډې یې جوړې کړې وې.
محمد مجتبي د ویست انډیز ۳ لوبغاړي وسوځول، فرید احمد هم درې وسوځول.
په بیټنګ کې حشمت الله شهیدي بیا هم ښه لوبه وکړه، په ۱۳۶ توپونو یې ۵۲ منډې وکړې اوترپایه ونه سوځېد. شاهد الله په ۸۶ توپونو ۵۲ منډې وکړې.
افغان لوبغاړو نن د بري ښه چانس درلود خو وروستیو دوو لوبغاړو سید شېرزاد او فرید احمد هیڅ منډه ونه کړه او په صفر کې وسوځېدل. دا لوبه افغان لوبغاړو یوازې په ۹ منډو وبایلله.
له بلې خوا په اسیايي اتلولیو کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ له پاکستان سره مخامخ شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان سره پخپله وروستۍ مسابقه په یو رنز بایللې وه. نن سریلانکا پاکستان ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه.