تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د کورونا پېښې ۱۱۷ ته لوړې شوې چې زیاتره تازه پېښې په هرات، فراه او غزني ولایتونو کې ثبت شوې دي.
عامې روغتیا وزارت پر طالبانو غږ کړی چې د دې ناروغۍ د مهار په برخه کې دې مرسته وکړي او روغتیايي ټیمونو ته دې د هغوی تر کنترول لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه ورکړي، ځکه د وزارت په وینا په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ورځ تربلې مخ په لوړېدو دی.
عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې نورې تازه مثبتې پېښې هم ثبت شوې چې د بهرنیو ځواکونو د۴ پېښو سره په ټول افغانستان کې ۱۱۷ مثبتې پېښې ثبت شوې.
دغه وزارت وایي، تازه په هرات، فراه او غزني ولایتونو کې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
عامې روغتیا وزات وایي، د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې مشکوکې پېښې ثبت شوې، خو د مثبتو پېښو لوی شمیر په هرات، بلخ ،سمنګان، فراه او کابل ولایتونو کې دی.
عامې روغتیا وزارت وایي، پنځه کسان تر دامهاله له دې ناروغۍ بیرته روغ شوي هم دي، خو څلور تنه ترې مړه شوي دي.
دغه وزارت پر طالبانو هم غږ وکړ چې په لرې پرتو سیمو کې دې د دوی روغتیایي ټیمونو ته اجازه ورکړي چې مشکوکې پېښې ثبت او فعالیت وکړي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، سره له دې چې په دې ناروغۍ د اتیا سلنه افغانانو د اخته کېدو اټکل شوی، خو که خلک د عامې روغتیا وزارت لارښونو ته پام وکړي او نظافت مراعات کړي، نو دغه ناروغي د مهار وړ ده.
عنوان ۱۷۷ او په بطن کي ۱۱۷