دا چې د فراه ولایت ولس او سوداګرو د څه مودې راهیسې د فراه د ولایت مقام او چارواکو څخه غوښتنه درلوده هغه همدا وه چې د فراه ولایت ته دې ملکي الوتنې پیل شي، تر څو د فراه ولایت سوداګر او مامورین وکولی شي په ډاډه زړه سره د هیواد نورو ولایتونو او مرکز ته په خپل وخت سفرونه وکړي.

نو – دا دی د فراه ولایت د مقام او د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت په ګډو هلو ځلو افق شرق هوایی شرکت خپله لومړنۍ الوتنه د فراه ولایت ته وکړه، له دې وروسته به افق شرق هوایی شرکت هره پنجشنبه د فراه ولایت ته په اونۍ کې یو ځلي الوتنه ترسره کوي، چې د اړتیا په صورت کې به خپلې الوتنې زیاتې هم کړي.

د فراه ولایت مقام د افق شرق هوایی شرکت څخه مننه کوي چې د فراه ولایت غوښتنې ته یې مثبت ځواب وویلو او د فراه ولس ته یې هوایی سهولت زمینه برابره کړه.

داوس لپاره دغه الوتني دفراه هرات او هرات فراه ولایت ته ترسره کیږي. هڅي رواني دي چي دفراه څخه مستقیم کابل ته هم دالوتنو زمینه برابره شي.

عبدالرحمان ژوندی دفراه دوالی ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *