اقتصادي زیربنا ټولو هغه فزیکي شتمنیو او اسانتیاوو ته ویل کیږي چې د قتصادي فعالیتونو او کاروبار د پر مخ وړلو لپاره اړین وي. د بېلګې په ډول د ترانسپورت یا لېږد سهولتونه، د اړیکو یا ارتباطاتو سیستم، برېښنا، د توکو منظم بازارونه د پانګې بازارونه او نور. د زېربنا رغول لویو پانګونو ته اړتیا لري خو له غښتلي زېربنا پرته اقتصادي پرمختګ شونی نه دی بلکې شته اقتصادي جریان هم په اغېزناک ډول فعالیت نه شي کولای.

اقتصادي زېر بنا د توکو او خدماتو د تولید او وېش زمینه برابروي. د بېلګې په ډول که د ترانسپورت سیستم ستونزې ولري( سرکونه ویجاړ وي) نو خام مواد په خپل وخت کار ځای ته نه رسیږي، همدارنګه د ناوړه ترانسپورتي سیستم له امله تولید شوي توکي هم په خپل وخت تر پیریدونکو نه رسیږي او ډېری وختونه د لیږد پر مهال له کاره لویږي.

د اقتصادي زیربنا برخې د یو هېواد لپاره شتمني شمېرل کیږي، داسې شتمني چې پایداره، تلپاتې او د اقتصادي چارو د اغېزناک پرمخ وړلو لپاره اړینه ده. د بېلګې په توګه سړکونه، د بحري ترانسپورت سیستم، برېښناکوټونه، د اړیکو یا ارتباطاتو Communication سیستم او نور داسې شتمنۍ دي چې اوږد مهاله ګټه ترې اخیستل کیږي او له شتون پرته یې هر ډول اقتصادي چارې په ټپه دریږي.

اقتصادي زېربنا په وروستیو کې د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او د اقتصادي جریان د همغږۍ سره یې لویه مرسته کړې ده، د بېلګې په توګه یې د کوریا او جاپان هېواد څخه یادونه کولای شو. د اقتصادي زېربنا غښتلي کول د ناخالص کورني محصول، عاید او د روزګار د کچې د زیاتوالي لامل کیږي. که د زیربنا د رغونې پروسې ته پام وکړو نو له دې لارې وګړو ته ډېرې دندې پیدا کیږي او د ټولنې د وګړو د عاید د زیاتوالي او د بېوزلۍ د کموالي لامل کیږي.

په نړیوال بازار کې هم د اقتصادي مزیت د لاس ته راوړلو لپاره د غښتلي اقتصادي زیربنا شتون مهم دی، ځکه له دې لارې د کور دننه د توکو قیمت رالویږي چې د همدغه ټیټو قیمتونو له امله په نړیوال بازار کې هم د یو هېواد د توکو قیمتونه کم او تر خپلو سیالانو یې رقابتي مزیت زیاتیږي.

د اقتصادي زېربنا د همدغه ارزښت په پام کې نیولو سره اړینه ده چې د اقتصادي پرمختګ د چټکتیا لپاره تر هر څه له مخه د زیر بنا د رغاونې لپاره پانګونه وشي. په اقتصادي زیربنا کې یا دولت پانګونه کوي، یا خصوصي سکتور او یا هم دغه دواړه سکتورونه په ګډه سره زیربنایي بنسټونه رغوي. دولت باید د خصوصي قراردادیانو څخه د زیر بنا د رغولو لپاره ګټه واخلي، د بیلګې په توګه، کومو کمپني ګانو ته چې د کانونو د استخراج حق ورکوي باید د کان تر موقعیت او خوا او شا سیمو سرکونه هم پرې جوړ او قیر کړي. هغه چینايي کمپنۍ چې د مس عینک کان قرارداد یې تر لاسه کړی وعده کړې وه چې له شمالي پاکستان څخه به تر کابل او بیا له دغه ځایه تر ازبکستان پورې د ریل پټلۍ جوړوي. همدارنګه هغه هندي شرکت چې د حاجي ګګ د اوسپنې د کان د قرارداد لپاره کاندید دی هم د نوموړي کان څخه د اوسپنې د لیږد لپاره د دغه ډول پټلۍ د جوړولو لپاره امادګي ښودلې وه.

مخکې مو هم وویل چې اقتصادي زیربنا د کاروبار او اقتصادي فعالیتونو اساس او بنسټ جوړوي نو څومره چې دغه بنسټ غښتلی او پراخه وي په هماغه اندازه به د یوې ټولنې اقتصادي پرمختګ چټک او وګړي به یې د اقتصادي اړخه هوسا وي. له دې لارې نه یوازې دا چې اقتصادي پرمختګ ته لار هواريږي بلکې د غښتلې زیربنا په درلودلو سره به د یوې ټولنې اقتصادي پرمختګ تلپاتې وي.

دا چې د غښتلې اقتصادي زیر بنا شتون د اقتصادي پرمختګ د شرایطو څخه یو شرط دی ځکه خوځینو هیوادونو د اقتصادي زیربنا د لومړیتوبونو د ټاکلو او بیا په هغه برخه کې د بیلابیلو پروژو د پلي کولو له لارې د شته ستونزو د له مینځه وړلو لپاره ځانګړي ادارې او بنسټونه جوړ کړي تر څو د دغه برخې ستونزې په نښه او د حل کولو لپاره یې اړین ګامونه واخلي او له دې لارې د خپل هیواد اقتصادي پرمختګ ته لار هواره کړي. زمونږ په هیواد کې هم باید د اړونده ادارو او بنسټونو له لوري د اقتصادي زیربنا لومړیتوبونه په نښه او کار ورته وشي تر څو له دې لارې زموږ د اقتصادي پرمختګ په مخ کې شته خنډونه له مینځه ولاړ شي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *