په عمومي ډول په نړۍ کې څلور اقتصادې سیستمونه مشهور دي چې مختلف هیوادونه یې کاروي.  هره یو به یې په تفصیل سره تشریح شي.

۱-اسلامې سیستم

۲-کپیټالیزم (سرمایه داري) سیستم

۳ـ کمیونیزم سیستم

۴-سوشلزم سیستم

۱-اسلامې سيسټم

۱- اسلامې نظریه چې د ټولو څخه پخوانۍ ده او د ټول انسانیت په خیر ده خو په تأسف سره باید ووایم چې تر اوسه لا په کوم هیواد کې نه ده پلې شوې چې یې د مثال په شکل تاسې ته ګټې وړاندې کړم. او نه هم چا کوم ماډل ورته جوړ کړ چې په یوه هیواد کې باید اقتصاد په کوم ډول ترسره شې، که کوم ورورنه د اقتصاد په فاکولته کې وې زما دې خبرې ته متوجه شې او کوشش دې وکړۍ چې دنیا ته یو ماډل وړاندې کړي، ګټې او نقصانات یې ووایې تر څو یې ریښتینې اسلامې هیوادونه پلې کړې او نړیوالو ته وښایې چې اسلام یواځینۍ دین دی چې هر څه ته یې مکمل او د ټولنې په خیر سیتم جوړ کړی دی..

۲- کيپيټليزم يا د سرمايه دارۍسيسټم

کيپیټل په لغت کې سرمایې ته واېې او د سرمایه دارۍ یا کیپیټلیزم اقتصادې سیستم هغه سیستم ته واېې په کوم کې چې د ملک تجارت، صنعت یا تولیدات د شخصې خلکو سره په لاس کې وې او خاص هدف یې د مشخصو خلکو د ګټو زیاتول وې. کيپيټلیزم په غربې نړۍ کې د شلمې پیړۍ په اخیر کې رامنځ ته شو، چې بیا وروسته اروپا، برطانیه او د نړۍ ګوډ ګوډ ته ورسیدل او ډیرو هیوادونه په خپل هیواد کې پلی کړ. د بازار اقتصاد (مارکیټ ایکونومې) هم د کیپیټلیزم پر سیستم تکیه ده، په کوم کې چې شتمن یا سرمایه دار په خپله خوښه مصرف او عرضه (سپلایې او ډیمانډ) کوې، حکومت او نه کوم بل څوک ورته د بس ویلی شې.

د کيپيټليزم ګټې او تاوانونه

په دې سیستم کې پیسه داره خلک ورځ تر ورځې په ښه کیدو وې او غریب خلک یې ورځ تر ورځې په بدتریدو، دا وجه ده چې غریب خلک ځانوژنه پکې کوې، ښه مثال یې جاپان او امریکا دی په کوم کې چې د نړۍ په سطحه ډيرې ځانوژنې پکې کیږې، امنیتې حالات ورځ تر ورځ پکې خرابیږې، اخلاقې فساد پکې اوج ته رسیږې، شتمن یا سرمایه دار خپله ګټه او تاوان مد نظر وې د معاشرې ګټې او تاوان یې په نظر کې نه وې او نه یې هم کومه پرواه کوې،.

۲-کميونيزم سيستم

د سرمایه دارئ په اقتصادې سیستم کې د معاشرې ګټه په نظر کې د نه نیولو له کبله کمیونیزم (معاشرتې) اقتصادې سیستم منځ ته راغی، کمیونیزم له کمیونیټې څخه اخیستل شوې دی چې د معاشرې په معنی ده او کمیونیزم اقتصادې سیستم هغه سیستم ته وایې په کوم کې چې د فرد د ګټې او تاوان په ځاې د معاشرې ګټه په نظر کې ونیول شې، دا سیستم د لومړی ځل لپاره کال مارکس، سټارلن او لینن جوړ کړ او په لومړی ځل لپاره هم په روس کې پلې شو او وروسته بیا ویتنام، شمالې کوریا، کیوبا، برازیل او نورو ډیرو هیوادونو ته ورسیدل.

په کمیونیزم اقتصادې سیستم کې کاریګر (ورکر) د حکومت مزدور وې، ټوله ورځ به یو کس کار کوې او هیڅ اجوره به ورته نه ورکول کیږې پرته د کور د مصارفو څخه یې، د کوم چا چې هر څه ته ضرورت وې نو په هماغه اندازه روپۍ دولت ورکوې چې له همدې امله ورته کمانډ ایکونومې (امریه ااقتصادې) سیستم هم وایې،

 په دې سیستم کې ډیمانډ او سپلایې (عرضه او تقاضا) د دولت یا سټیټ په لاس کې وې، کاریګرو ته وایې چې په څومره اندازه تولیدات وکړې،

په افغانستان کې د روسانو د ماتې سره سم کمیونیزمې اقتصادې سیستم هم له خاورو سره خاورې شو.

د کميونيزم ګټې او تاوانونه

د ټولو څخه ستره ګټه یې لکه چې مخکې مو ورته ذکر وکړ چې د ټولنې ګټه په نظر کې نیول دي، او تاوانونه یې په لاندې ډول دې.

۱-که د چا زړه وې کار کوې او کنه نو کار نه کوې، هسې هم د ضرورت وړ شیان یې له دولته وې.

۲-ابتکار پکې په صفر کې ضرب وې، مطلب نه وې شیانو جوړیدنه پکې نه کیږې او کیږې هم نو د نشت په حساب وې، (هر چیرې چې مکافات او جزا نه وې نو ابتکار یې هم نه وې).

۳-دا چې ابتکار او د نوو کارخانو، منصوبو جوړیدنه پکې نه وې نو روزګار ختمیږې او غربت پیداکیږې.

۴- سوشلزم اقتصادې سيستم

سوشلزم یا سوسیالیزم د کیپیټيلزم او کمیونیزم تر منځ اقتصادې سیستم دي، هغه سیستم په کوم کې چې د کمپنیو او صنایعو زیاته برخه د دولت په کنترول کې د شخصې خلکو په نسبت.

د کیپیټیلیزم ګټې او تاوانونه دواړه پکې نغښتې دې،

5 thoughts on “اقتصادې سيستمونه/ اسدالله مبارز”
  1. راز محمد کامه واله وروره، دا چې ټول مسلمانان په همدې خبره تکیه وکړو چې بس تر اوسه ۱۴۰۰ کاله وشول کوم چا په اسلامې اقتصادې سیستم کار نه دی کړې نو مونږ یې هم نه کوو، زما په نظر چې ښه به نه کوو، باید ته کار وکړ، زه یې وکړم، بل یې وکړې، همدا مونږ یې وکړو، راتلونکې نسلونه ته یې پرینږدو کنه هغوی به بیا په همدې خبره ولاړ وې… ما لیکلې چې صرف یو ماډل جوړ کړۍ، بیا به پرې انشاالله پرې خلک کار وکړې او یو پوره سیستم به منځ ته راوړې، لکه نیوټن چې د اتوم په اړه ویلې وو چې اتوم یوه کوچنۍ زره ده خو بیا وروسته دده پر نظریې کار وشو او خلک دې نتیجې ته ورسیدل چې په اتوم کې نیوترونونه،پروتونونه، او الیکترونونه هم شته دې…او ذبیح الله جانه وروره راتلونکې لیکنو کې به انشالله چې نور کار پرې هم وشې، …چې موضوع پوره روښانه شې

  2. ماشالله لیکنه ډیره په زړه پوری او د معلوماتو ډکه وه خو راز محمد ورور یو انتقاد کړی غواړم زه هم د خپل علم مطابق لږ څه وضاحت ورکړم راز محمده وروره لکه څرنګه چی مبارز صاحب په پورته اقتصادی سیستمونو کی یو اقتصادی نظام اسلامی اقتصادی نظام هم ذکر کړی دی نو بالکل درست یی ویلی دی اسلام یو بشپړ دین دی او د ژوند ټول اړخونه او نظامونه پکی شامل دی همدا رنګه په اسلام کی اقتصاد ته خورا زیات اهمیت ورکړل شوی او د همدی اقتصادی نظام د جوړولو په خاطر خوږ پیغمبر محمد صلی یالله علیه وسلم د یو ایمانداره او با انصافه تاجر حشر د صدیقینو او شهداوو سره ښودلی دی همدا راز اقتصادی نظام د اسلام په مقدس دین کی ډیر په وضاحت سره ذکر شوی دی دا چی تاسی دا ویلی دی چی په دنیا کی نه پلی کیږی نو هغه بله خبره ده خو لیکن اسلامی اقتصادی نظام یو بشپړ او مکمل اقتصادی نظام دی د کوم څخه چی سترګی پټول د حقیقت څخه سترګی پټول دی که پلی کیږی او که نه دا یو مکمل سیستم دی کوم چی د ټول انسانیت په ګټه دی او بل دا دی چی مونږ هر یو وایو چی دا نه کیږی او نه شی راتلی نو دا درسته خبره نه ده ځکه چی همدا مونږ مسلمانان یو او زمونږ ذمه واری ده چی دا عملی کړو کار ورته وکړو او رایج یی کړو تاسی ګوری چی غرب هم دی نتیجی ته رسیدلی دیچی همدا اسلامی اقتصادی نظام دی چی د ټول انسانیت ګټه پکی ده خو متاسفانه دا زمونږ بدبختی ده چی مونږ یی په هکله هیڅ فکر نه کوو د یو او بل په طمعه ناست یو همدا زمونږ کمزوری ده چی د اسلامی اقتصادی سیستم څخه مو ځان لری کړی دی او د غرب کرغیړن اقتصادی سیستمونه مو د ځان لپاره نمونی ګرځولی دی نو همدا وجه ده چی د ورځی څخه بلی ته مو اقتصادی نظام خرابیږی بلکه که زه ووایم چی اقتصادی نظام مو د صفر سره برابر دی نو مبالغه به نه وی په همدی اساس ټولو ته پکار دی چی په اسلامی اقتصادی نظام صرف فکر نه بلکه کار وکړل شی او بیا هم عملی کړی شی نور باید د یو بل په طمعه نه شو او هر یو د خپل وس مطابق کار وکړو.

  3. Masha Allah Mubariz sahib dera khwandawara lekana mo karey da,,,Allah de staso pa elam ke nor barakat hm wachawe,,,da la Barya pe Heela

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *