Economics
اقتصاد یو ټولنیز ساینس ده کوم چې د تولید، خدماتو او د تولید یا خدماتو د وېش مطالعه کوي. اقتصاد د اقتصادي عاملونو پر چلند او فعل او انفعال تمرکز کوي په دې تمرکز کوي چې اقتصاد څرنګه کار او وده کوي. ماکرو ایکانومېکس په اقتصاد کې دبنسټیز اجزاو او د هر عامل او مارکېټ څېړنه کوي، د دوي فعل او انفعال او د فعل او انفعال پایلې څېړي. په اقتصاد کې ممکن عاملونه د بېلګې په توګه کارخانې، پېرودونکي او پلورونکي وي. ماکرو ایکونومېکس د ټول اقتصاد څېړنه کوي په دې مانا چې مجموعي یا په ټولیزه توګه د تولید، د تولید مصرف، سپمونې (savings) او پانګونې څېړنه کوي د هغو مسایلو څېړنه کوي چې په یادو شو خپل اغیز لري لکه سرچینې (کار کوونکي، سرمایه او ځمکه) لکه انفلاسین، اقتصادي وده، عامه پالیسۍ کومه چې اقتصادي مسایل په ګوته کوي (د پیسو پالیسي، مالي پالیسي او داسې نور).
د اقتصاد رشتې په داخل لوی توپیرونه: مثبت اقتصاد (positive economics) “څه ده” تشرېح کوي، اصولي اقتصاد (normative economics) داقتصادي تیورۍ یا نظریې او کارول شوي اقتصاد ترمنځ، د منطقي او چلندي اقتصاد ترمنځ د “هغه څه چې باید واوسي، څه باید وي یا واوسي” حمایت کوي