محمد نعمان دوست

زوی د پلار غاړه کې لاسونه حلقه کړل او بیا یې په چیغو چیغو وژړل. ژړا یې کنټرول کړه:

– پلاره! نو اخر تا ولې داسې جرم کاوه؟ ستا یې له دې کارونو سره څه؟ تا خو د ټولو مخ کې په خپله خوله اقرار وکړ، اخر ولې؟

پلار تر ډيره د خپل زوی سرو سترګو ته کتلې، مخ یې واړاوه او بیا یې ویل: لمن مې پورته کړه!

زوی د خپل پلار شنه او ټپي ټپي ملا کتله، یو دم یې چیغه کړه. کور والا ټول ویښ شول، هلک د هدیرې په لور منډې وهلې او همدا یې ویل: پلار مې پړ نه دی، زه ترې بخښنه غواړم.

جلال اباد

د ثور ۱۰مه، ۱۳۹۴

One thought on “اقرار/ محمد نعمان دوست”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *