د ګاز تتې رڼا ته يې پر دېوال د وېښتانو سیوری داسې ښکارېده لکه ځاله، کله به يې سیوری غټ شو کله کوچنی غوږ يې ونیو، لکه د څه غږ چې پسې غواړي:
_  اووف دا عقربې چې اوړي…
پاڅېده پر دېواله يې سیوری غټ ،شو شا وخوا يې وکتل:
_  که يې په المارۍ کې کېږدم ټکا به يې نه اورم.
د المارۍ خوا ته ورغله.ساعت چې يې ور وړاندې کاوه بې زړه شوه:
_ نو الارم به څرنګه مالوم؟
ساعت يې په المارۍ کې کېښود.یوه پله يې بنده کړه، په بله يې ونه پوهېده چې خلاصه يې پرېښوده که ترې پاتې شوه.

پای
د جنوري، ۲۷مه ۲۰۲۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *