(د مدینی منوري د پوهنتون علمي مقاله)
بسم الله الرحمن الرحيم
(داسلام لنډه پیژندنه)
الحمدلله رب العالمين، والصلاة والسلام على إمام المرسلين نبينا محمد وعلى آله وأصحابه أجمعين.
أمّا بعد: دإسلام معنى داده چي په كلكه ګواهي ور كول چي دالله تعالى څخه پرته بل هيڅوك په حقه دعبادت لايق نشته، او محمد –صلى الله عليه وسلم- دالله تعالى استاذي او پيغمبر دي. داسي ګواهي چي په زړه باور او تصديق، په ژبه إقرار، او په أندامونو ددي ګواهي په مقتضى عمل وكړي.
د إسلام دغه معنى دإيمان په شپږو أركانوا باندي باور، او د إسلام په پنځه أركانو باندي عمل، او په دغه أركانو كښي دإحسان په كولو سره سرته رسيري.
*إسلام دالله (جل جلاله) هغه آخري دين دي كوم چي ئي په خپل آخري پيغمبر محمدصلی الله علیه وسلم باندي راليږلي دي.
*إسلام هغه سپيڅلي دين دي چي الله (جل جلاله) پرته له دي له هيڅ چا څخه بل دين نه قبلوي، او الله (جل جلاله) دا سپيڅلي دين ډير اسان ګرځولي دي هيڅ سختي او مشقت پكي نشته، الله (جل جلاله) ددي دين په منونكو (مسلمانانو) هغه څه نه دي واجب كړي چي دوي ئي توان نه لري.
*إسلام هغه دين دي چي بنياد ئي دالله (جل جلاله) په وحدانيت (يووالي) ايښودل شوي دي، ښكاره نښه او شعار ئي رشتيا ويل دي، دار ومدار ئي په عدل او إنصاف دي، يه حق ولاړ دي، او روح ئي نرمي او مهرباني ده.
*إسلام هغه مقدس لوي دين دي چي خلكو ته دهغي كارونو لارښوونه كوي چي د دوي ددنيا او آخرت ګټه ورپكي وي، او دهغه كارونو نه ئي ډاروي او ويروي چي ددوي دين او دنيا ته زيان رسوي.
*إسلام هغه دين دي چي پدي سره الله (جل جلاله) دخلكو خراب عقائد او أخلاق إصلاح كړل، او هم ئي ورله ددنيا او آخرت زندګي برابره كړه، او په دي إسلام سره ئي هغه بدبينه او جلا جلا زړونو او بيلو بيلو خواهشاتو تر مينځ جوړښت او يووالي راوست، او د باطل دتاریكیو نه ئي خلاص كړل، حق طرف ته ئي بلنه وركړه، او سمي لياري ته ئي برابر كړل.
*إسلام هغه مضبوط دين دي چي په خپلو ټولو أخبارو أو أحكامو كي نهايت رښتوني او محكم دي ، په څه چي ئي خبر وركړي دي هغه ټول رښتيا او حق دي، فيصلي ئي په عدل او إنصاف كړي دي، خو دغه خبر وركول يا فيصلي كول په صحيح عقائدو پوري اړه لري، يا په نيكو أعمالو پوري، يا په ښایسته أخلاقو پوري، اويا په لوړو آدابو پوري أړه لري.
*دإسلام دپيغام هدف دلاندني أمورو عملي كول دي:
1-خلكو باندي دهغوي خپل رب (پرورش كونكي) او خالق (پيداكونكي) پيژندل، چي دالله (جل جلاله) هغه ښایسته نمونه وپيژني چي په هغي كي ورسره همنامي نه شته، او دهغه لوړ او اوچت صفتونه وپيژني چي هغي كي ورسره بل مقابل نه شته، او دهغه هغه دحكمت نه ډك كارونه وپيژني چي په هغي كي ورسره شريك او برخه دار نه شته، او دا وه پيژني چي يواځي همدغه الله (جل جلاله) دعبادت مستحق دي چي په عبادت كي بل انډول نه لري.
2-خلكو ته يواځي ديو الله (جل جلاله) –چي بل برخه دار نه لري- دعبادت بلنه وركول، دهغه څه په پوره كولو او عملي كولو سره چي الله (جل جلاله) په خپل كتاب، او دپيغمبر په سنتو كي ددوي لپاره دين ګرځولي دي، خو هغه په نيكو كارونو باندي أمر كول وي، او يا د بدو كارونو څخه منع كول وي، په كوم كي چي ددوي ددنيا او آخرت نيكبختي او كاميابي وي.
3-خلكو ته ددوي دمرګ څخه روسته ددوي دحال او ځاي دورتګ يادونه كول، او دهغه څه يادونه كول چي دوي ورسره په خپلو قبرونو كي، او دقبرونو څخه دپورته كيدو په وخت كي، او دحساب په وخت كي مخامخ كيري، او ددوي دورتګ دځاي په باره كي يادونه وركول چي ددوي دخپلو عملونو مطابق يا به جنت وي او يابه د دوزخ اور وي ، كه عملونه ئي ښه وي جزا او بدله به ئي هم ښه وي، او كه عملونه ئي بد وي نو جزاء او بدله به ئي هم بده وي.
*دإسلام مُهم او ضروري قواعد په لاندني ټكو كي خلاصه كولاي شو:
أول: دإيمان بناوي (أركان):
(إيمان شپږبناوي (أركان) لري):
*دإيمان لمړي بنا(ركن):په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل.
په الله (جل جلاله) باندي إيمان لرل لاندني أمورو ته مشتمل دي:
أ-دالله (جل جلاله) په ربوبيت باندي إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چي پالونكي پيداكوونكي، اختيار مند، دمخلوقاتو دټولو كارونو نظام چلوونكي، او په ټول عالم كي تصرف كوونكي يواځي يو الله (جل جلاله) دي.
ب-دالله (جل جلاله) په ألوهيت باندي إيمان لرل، يعني دا پوره باور كول چي يواځي الله (جل جلاله) په حقه سره معبود او دعبادت لايق دي، او دالله (جل جلاله) څخه پرته نور تول معبودان باطل او په ناحقه دي.
ج-دالله (جل جلاله) په نومونو او صفتونو باندي إيمان لرل، يعني په دي باندي پوره باور كول چي الله (جل جلاله) لره ښایسته نومونه، او دكمال والا اوچت صفتونه دي، لكه څرنګه چي ئي په قران كريم او أحاديثو كي ذكر شوي دي.
دإيمان دوهمه بنا(ركن): دالله (جل جلاله) په ملائكو (پرښتو) باندي إيمان لرل:
ملائك دالله (جل جلاله) عزتمند بندګان دي، الله (جل جلاله) پيدا كړي دي، أو هغوي يواځي ديو الله (جل جلاله) عبادت كوونكي او دهغه دحكم تابعدار دي. او هغوي لره الله (جل جلاله) يه جلا جلا كارونو مكلف كړي دي، او ځيني ددغه ملائكو څخه چې په بيلو بيلو كارونو مكلف دي:
*جبرایل (عليه السلام) چي دالله (جل جلاله) له طرفه په وحي راوړلو مكلف دي په هغه چاباندي چي دالله (جل جلاله) خوښه وي چي هغوي أنبياء او پيغمبران دي.
*بل ميكائيل (عليه السلام) چي يه بارانونو او بوټو شنه كولو باندي مكلف دي.
*بل إسرافيل (عليه السلام) دي چي دشپيلۍ په پوكولو باندي مكلف دي، يوه شپيلۍ به دمخلوقاتو دمړه كولو په وخت كي وهي او بله شپيلۍ به ددوباره ژوندي كولو په وخت كي.
*بل ملك الموت (عليه السلام) دي چي دمرګ په وخت كي دروحونو په قبض كولو باندي مكلف دي.
د إيمان دريمه بنا (ركن): دالله (جل جلاله) په كتابونو باندي إيمان لرل:
الله (جل جلاله) په خيلو پيغمبرانو كتابونه راليږلي دي كوم كي چي دبندګانو لپاره لارښونه، او خير خواهي، او كاميابي ده. او مونږ ته ددغه كتابونو څخه لاندني كتابونه معلوم دي:
1-تورات: كوم چي الله (جل جلاله) په موسى (عليه السلام) راليږلي دي، اودا دبني إسرائلو په كتابونو كي غټ كتاب دي.
2-إنجيل: كوم چي الله (جل جلاله) په عيسى (عليه السلام) راليږلي دي.
3-زبور:كوم چي الله(جل جلاله) داود (عليه السلام) ته وركړي ؤ.
4- دإبراهيم (عليه السلام) صحيفي.
5-قرآن كريم: دا هغه لوي كتاب دي چي الله (جل جلاله) په خپل آخري پيغمبر محمدصلی الله علیه وسلم باندي راليږلي دي، په دي سره الله (جل جلاله) مخكني ټول كتابونه منسوخ او ختم كړل، او ددي كتاب (قرآن كريم) ساتنه ئي خپل ځان ته وسپارله ددي لپاره چي دا قرآن كريم دقيامت دورځي پوري په ټول مخلوق باندي حجت اودليل پاتي شي.
د إيمان څلورمه بنا(ركن): دالله (جل جلاله) په پيغمبرانو إيمان لرل:
الله (جل جلاله) خپلو بندګانو ته پيغمبران راليږلي دي، چي أولني رسول(پيغمبر) نوح (عليه السلام) دي، او آخرني رسول محمد r دي، او ټول پيغمبران دعيسى (عليه السلام) چي دمريم (عليها السلام) ځوي دي، او دعزير (عليه السلام) په شموليت دوي ټول بشر يعني بنيادمان دي، او دالله (جل جلاله) مخلوق دي، الله (جل جلاله) دوي ته دخپل ربوبيت دخصوصيتونو څخه هيڅ نه ؤو وركړي، بلكه هغوي دنورو بندګانو په شانته بندګان ؤو، الله (جل جلاله) په رسالت (وحي ليږلو) باندي مشرف او عزتمند كړي ؤ. او الله (جل جلاله) دمحمد صلی الله علیه وسلم په راليږلو سره دپيغمبرۍ سلسله ختمه كړه، الله (جل جلاله) محمد صلی الله علیه وسلم ټولو خلكو ته پيغمبر راو ليږه، دهغه نه وروسته بل پيغمبر نه شته.
د إيمان پنځمه بنا (ركن):دآخرت په ورځ باندي إيمان لرل:
دآخرت ورځ چي دقيامت ورځ ده، هغه ورځ ده چي دهغي نه وروسته بله ورځ نشته، په دغه ورځ به الله (جل جلاله) ټول خلك دقبرونو څخه ژوندي راپورته كوي، دهميشه زندګي لپاره يا دنعمتونو په كور كي چي جنت دي، او ياد دردناك عذاب په كور كي چي دوزخ دي.
د قيا��ت يه ورځ باندي دإيمان لرلو معنى داده چي په هغه څه باندي چي دمرګ څخه وروسته ورسره مخامخ كيږي كلك باور او تصديق وكړي، لكه په قبر كي سوال او ځواب، يا په قبر كي نعمتونه، يا په قبر كي عذاب.
او هم په هغه څه باور وكړي چي دقبر څخه روسته ورسره مخامخ كيږي لكه دقبرونو نه راپورته كيدل، او دحشر ميدان ته غونډيدل، او هلته حساب او كتاب كيدل، او بيا يا جنت ته تلل او يا دوزخ ته.
د إيمان شپږمه بنا (ركن): په تقدير باندي إيمان لرل:
په تقدير باندي دإيمان لرلو معنى داده چي په دي خبره پوره باور او تصديق وكړي چي الله (جل جلاله) ټول كائنات –يعني هغه څه چي كيدونكي دي- أندازه كړي دي، او ټول مخلوقات ئي دخپل مخكني علم او دخپل حكمت دغوښتني مطابق پيداكړي دي، له دي كبله ټول كائنات او مخلوقات الله (جل جلاله) ته په خپل أزلي علم سره معلوم دي، او دهغه سره په لوح محفوظ كي ليكلي دي، او الله (جل جلاله) ددي ټولو كائناتو پيداكول غوښتل، نو ټول ئي پيدا كړل، هيڅ شي هم ددي مخلوقاتو او كائناتو نه كيداي نه شي مكر دالله (جل جلاله) په إراده او كړنه او پيدائش سره به كيږي.
دوهم: دإسلام بناوي (أركان):
دإسلام أساس او بنياد په پنځه بناؤو (أركانو) باندي دي، يو إنسان تر هغه پوري په رښتيا مسلمان نه شي كيداي ترڅو چي ئي په دغه أركانو إيمان نه وي راوړي، او په صحيح توكه ئي نه وي آداء كړي، هغه أركان دادي:
د اسلام لمړي بنا(ركن): كلمه شهادت ويل (لا إله إلاّ الله محمد رسول الله).
په رښتيا سره ددي كلمي ګواهي وركول دإسلام كلي
(كونجي) أو هغه بنياد دي چي إسلام پري ولاړ دي.
*د (لاإله إلاّ الله) معنى داده چي: نه شته لايق او مستحق دعبادت په حقه سره پرته دالله (جل جلاله) څخه بل هيڅوك، يواځي يو الله (جل جلاله) په حقه سره دعبادت لايق دي، او نور ټول هغه څه چي پرته دالله (جل جلاله) څخه دهغي عبادت كيداي شي باطل او په ناحقه دي. د(إله) معنى (معبود) يعني دعبادت مستحق.
*او د(محمد رسول الله) معنى داده چي: دمحمد صلی الله علیه وسلم په ټولو خبرو او ويناو باندي پوره تصديق او باور كول، او دهغه دټولو حكمونو –په كومو ئي چي أمر كړي دي- تابعداري كول، او دهغه څه نه ځان ساتل دكوم څخه ئي چي منع او رټنه كړيده، او دالله (جل جلاله) عبادت يواځي په هغه طريقه كول چي محمد صلی الله علیه وسلم پري راتګ كړي دي او هغه ئي دين ګرحولي.
د اسلام دوهمه بنا (ركن): لمونځ كول:
الله (جل جلاله) په شپه او ورځ كي پنځه وخته پنځه لمونځونه فرض كړي دي، ددي لپاره چي بندګان ددي لمونځونو يه كولو سره يو خو دالله (جل جلاله) حق أدا كړي، او بل دالله (جل جلاله) دنعمتونو شكر أدا كړي.
او هم دا لمونځونه دمسلمان بنده او دهغه درب په مينځ كي قوي رابطه او تړون دي، په لمانځه كي دالله سره پټـي پټـي خبري كوي، دهغه نه غوښتني كوي.
او بل ئي ددي لپاره دا لمونځونه فرض كړي دي چي مسلمان بنده لره دهر ناوړه او ناروا كارونو څخه منع كړي.
أو الله (جل جلاله) په لمانځه باندي ددين خير، دإيمان صحيح والي، او په دنيا او آخرت كي دالله تعالى ثوابونه مرتب كړي دي، او هم په لمانځه سره بنده ته هغه بدني او نفسي راحت حاصليري كوم چي ده لره په دنيا او آخرت كي دخوشحالۍ سبب ګرځي.