تاند- د الجزیرې د راپور له مخې، طالبانو د فراه له ناکامو حملو وروسته اراده کړې چې نور به پر افغان دولتي ځواکونو حملې نه کوي او یوازې به پر امریکایانو او د هغو پر نورو بهرنیو متحدانو بریدونه کوي.

الجزیره وايي چې طالبانو دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې د فراه ښار د نیولو لپاره یې خونړۍ حملې وکړې خو ناکامې شوې.

په راپور کې د طالبانو له قوله ویل شوي چې دوی د ټولو پوځي تشکیلاتو که هغه ملي اردو وي یا پولیس یا هم سیمه ییز پولیس او دغه راز ټولو دولتي مامورینو ژوند او مال ته د تاوان نه رسولو ژمنه کوي.

که د الجزیرې دا رپور تایید شي دا به د طالبانو په دریځ کې لوی بدلون وي او د افغان وژنې د بهیر له کمېدو سره به ډېره مرسته وکړي.

له ۲۰۱۴ وروسته چې بهرني جنګي پوځیان له افغانستانه وتلي، هر کال شاوخوا ۱۰ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي او ښايي تر دې زیاتو طالبانو او ملي امنیتي ځواکونو ته تلفات اوړي.

طالبانو په خپلو ویبپاڼو کې په دې اړه څه نه دي ویلي او د دې ډلې ویندویانو هم دا خبر تایید کړی نه دی.

One thought on “الجزیره: طالبانو پرېکړه کړې چې نور به پر افغان امنیتي ځواکونو حملې نه کوي”
  1. که ستاسو په یاد وي، افغان ځواکونو هوډ وکړ چې وروسته له دې به یرغلیز چلند غوره کوي، اوس دوی هم له چل څخه کار اخلي او خلکو ته دا ښيي چې موږ خو حملې نه پرې کوو او دوی پرموږ باندې حملې کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *