تاند، یکشنه، د جدي ۸مه: الجزیره تلویزیون په خپل یو راپور کې ویلي که څه هم د تیر ۲۰۱۹ کال په جریان کې د افغان سولې لپاره هڅې ګړندۍ وې خو تاوتریخوالی او تلفات هم ورسره بې ساري وو.
.

الجزیرې نیوز په خپل راپور کې ۲۰۱۹ “په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حضور ترټولو ښه او ترټولو بد کال” یاد کړی او وایي، د دغه کال په جریان کې ، له یوې خوا په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې بې سارې وې خو بلخوا تاوتریخوالی او تلفات ډیر شوي دي.

په راپور کې راغلي، له ۱۸ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ایتلاف په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړې.

د الجزیرې په وینا په افغانستان کې د ترهګرۍ د ځالو نه پاتې کیدل ، د بهرنیو ځواکونو وتل ، د بین الافغانی خبرو پیل او اوربند هغه اصول دي چې له نږدې یو کال خبرو اترو وروسته د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ هوکړه پرې شوې ده.
خو راپور همداراز تېر ۲۰۱۹ کال د افغانستان لپاره تر ټولو خونړی کال هم بللی دی چې ملکي تلفات په کې زیات شوي دي: (( لکه څنګه چې ملګرو ملتونو راپور ورکړی، ۲۰۱۹ کال د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی کال و، په دغه کال له ۲۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او نږدې ۶۰۰۰ نور ژوبل شول.))

راپور د ملګرو ملتونو په حواله وایي، د جولای میاشت په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ میاشت ځکه ثبت شوې چې له ۱۵۰۰ څخه زیات ملکیان په کې مړه او ټپیان شول.

راپور همداراز وایي، د تیر کل د تلفاتو له جملې یوازې ۴۶۰ ملکیان د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

One thought on “الجزیره: ۲۰۱۹ د سولې د هڅو خو افغان ملکیانو ته تر ټولو خوندی کال و”
  1. الجزیره: ۲۰۱۹ د سولې د هڅو خو افغان ملکیانو ته تر ټولو خوندی کال و
    (دا به خوندی نه بلکی خونړی وی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *