Alder
د بېرچ یا بېټیول ونو په بېټیولاسیای کورنۍ (family Betulaceae) کې د ونو او بوټو ۳۰ ډولونه دي کوم چې د النس نسل (genus Alnus) جوړوي. د نړۍ په ټوله شمالي نیمه کره کې او د لوېدېځې امریکا په سوېل کې، په سړو او لندو لوړو سیمو کې پیدا کیږي.
 
دالدر ونې له بېرچ سره توپیر په ساقه کې د ژمي غټۍ او د تخم له راغورزېدو وروسته په ښاخونو کې د مخروطي شکل پاتې کېدل دي. په ځینې ډولونو کې یې د ساقې د لاندې برخې د پوستکي رنګ نصواري خو په ځینو کې سپین ده. پاڼې یې هګۍ ته ورته شکل او د ارې د غاښونو په څېر پرېوالی لري، پاڼې یې پرته د رنګ له بدلوو رژیږي، نر او ښځه ګل یې جلا خو په یوه ونه کې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *