تاند- العربیه تلویزیون وايي، وسله والو طالبانو د سرپُل ولایت په ګوسفندي ولسوالي کې له ماتې وروسته د سیمې د اوسېدونکو ۱۰۰ پسونه غلا کړي دي.
العربیه د یکشنبې په ورځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارواکو په قول وویل چې طالبانو د ګوسفندي ولسوالي د کاریزونو د سیمې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو خو د امنیتي ځواکونو له لوري کلک ځواب ورکړل شو او وروسته له دې چې دې ډلې ماتې وکړه، د خلکو پسونه یې له ځان سره یووړل.
طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل. د دوی دا اعلان د ګڼ شمېر افغانانو او چارواکو له سخت مخالفت سره مخامخ شو.
طالبانو د خپلو عملیاتو د اعلان د توجیه کولو لپاره وویل چې حکومت هم د خالد په نوم عملیات اعلان کړي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د جنګي عملیاتو اعلان وغانده؛ له قطر او پاکستان څخه یې وغوښتل چې د طالبانو حملې وغندي خو پاکستان د طالبانو عملیات ونه غندل. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوازې وویل چې د افغانستان لانجه د جګړې له لارې نه حل کېږي.