د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.

الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.

—————————————————–

د تواضع زده کولو لار

یوه سړي یوه عالم اوپوه ته وویل، ماته د تواضع کولو لار اوچل راوښیه! هغه ورته وویل: که دې له ځان څخه مشر ولید نو ورته ووایه: ته له ماڅخه په سلام اونېک عمل کې د مخه یې نوته له ماڅخه ښه اوبهتریې اوکه له کشر سره مخامخ شې، نو ورته ووایه: زه له تاڅخه په ناوړو چارو کې د مخه یم، ته له ماڅخه ښه یې.

پټ مخ

یوسړی پټ مخ ګرځېده، نو عمر رضی الله عنه ورته وویل: لقمان حکیم وایي: مخ پټي د شپې غولول او د ورځې ذلت دی. هغه سړي ورته وویل: لقمان حکیم پوروړی نه ؤ.

کار اوعبادت (۱)

عیسی علیه السلام یو سړی ولید، نو ورته یې وویل: څه کوې؟ هغه ورته وویل: عبادت کوم، هغه ورته وویل: څوک دې ستونزې اواروي؟ هغه سړي ورته وویل: ستونزي مې ورور اواروي، عیسی علیه السلام ورته وویل: ورور دي له تاڅخه ښه عابد دی.

کار اوعبادت (۲)

یو څوکسان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ورته یې وویل: له تانه وروسته ښه سړی فلانی دی، د ورځې روژه نیسي اوکله چې موږ ورغلو ومولیده، چې ټوله شپه ولاړؤ اوعبادت یې کاوه، ترڅو چې موږ ورڅخه لاړو، رسول الله ورته وویل: د ده خدمت چا کاوه، چې ده عبادت کاوه، هغوی ورته وویل: موږ ټولو د ده، خدمت په غاړه اخستی ؤ، رسول الله ورته وویل: تاسو ټول له ده څخه ښه یاست.

ښځه

سلیمان علیه السلام ویلي :(هوښیاره ښځه خپل کورودانوي اوبې عقله ښځه خپل کور ورانوي).

ښه زوم او خسر (د عثمان رضی الله عنه واده)

کله چې د عثمان رضی الله عنه مېرمن مړه شوه، چې د رسول الله لوروه، نو عمر رضی الله عنه عثمان رضی الله ته وویل: چې زماکونډه لور حفصه ځان ته واده کړه. نو عثمان رضی الله ساکت پاته شو اوځواب یې ورنه کړ، ځکه چې خبرشوی ؤ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، بله لور ورکوي، نو عمر رضی الله عنه، د عثمان رضی الله عنه، نه رسول الله ته شکایت وکړ،چې ماورته خپله لور ورکوله، خوهغه انکار وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم، عمر رضی الله عنه، ته وویل: خوښه دې نه ده، چې ته له عثمان څخه ښه زوم ومومې اوعثمان له تاڅخه ښه خسر ومومې؟ عمر رضی الله ورته وویل: ولې مې خوښه نه ده، دا خوبه ډېره ښه شي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله لور عثمان ته ورکړه اود عمررضی الله عنه لور سره یې په خپله واده وکړ.

د واده مانع

مغیره د شعبه زوی غوښتل، چې له یوی نجلۍ سره واده وکړي، نوله یوه هلک سره یې سلاوکړه، چې فلانۍ نجلۍ واده کول غواړم، ته په کې څه وایې؟ هغه هلک ورته وویل: تېرشه ورڅخه ګټه دې په دې واده کې نه شته، مایوسړی ولید چې دا نجلۍ یې ښکل کړه.

مغیره وایي: زه د ده په خبره د هغې نجلۍ له واده څخه تېرشولم. بیا خبرشوم چې هغه هلک په خپله له هغې نجلۍ سره واده کړی دی. نوداهلک مې راوغوښت ، ورته مې وویل: چې ماته خو تا وویل چې کوم سړي دا نجلۍ ښکلوله، زه دې ورڅخه تېرکړم اوتا ورسره په خپله واده وکړ؟ هغه هلک ورته وویل: هو درته مې ویلي ول، خوهغه سړي چې دا نجلۍ یې ښکلوله هغه د دې پلار و.

دروند او سپک

یو سړي معاویه رضی الله عنه ته وویل: ته څرنګه عاقل اوهوښیارځان ته وایې اوحال دا دی، چې نیم انسان پرتاباندي برلاسی موندلی دی، یعنې چې مېرمن دې – فاخته – درباندي زوروره ده.

معاویه ورته وویل: پردرنومېرمنې زورورې وي اوسپک پرمېرمنو زورور وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *