حکمت
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
حکمت
نبي علیه السلام ویلي: که څوک څلوېښت ورځې خاص د الله له پاره عبادت وکړې د ده زړه څخه به د ده پرژبه د حکمت چینې روانې شي.
ورکه
نبی علیه السلام ویلي دي: حکمت د مؤمن ورک څیز دی، چې هرڅیر ته یې مومې اخلې دي یې اوپه دې پسي دې نه ګرځې چې کوم ځای څخه په لاس ورځې.
ظلم
نبی دا هم ویلي: که حکمت په ناوړه ځای کې کښېږدﺉ نوپر حکمت موظلم وکړ اوکه وړو اولایقو کسانوته مو ور نه کړ نو پر دغو کسانو مو ظلم وکړ.
د مشرکانو له ژبې
په حدیث کې راغلي: حکمت راخپل کړئ اګرکه د مشرکانوله ژبو څخه وي.
قرآن (۱)
ابراهیم نخعي ته چاوویل: زه په درې ورځوکې قران ختموم، ابراهیم ورته وویل: کاشکې دې په دېرشو ورځوکې ختمولای، خوچې خان دې ورباندې پوهولای، چې ته څه لولې.
قرآن (۲)
علی رضی الله عنه وایي: ماله رسول الله څخه اورېدلې دې، چې ویل به یې: په کتاب الله کې د مخکنیو ښېګڼه اود وروستیو خبرونه دي اوستا په مینځ کې حکم دی. قران فیصله کوونکی دی، ټوکه نه ده، قران په زړه کې هواء نه پرېږدي، له قران څخه پوهان نه مړېږې، د قران عجایب نه ختمېږي، که کوم خبار ورته شا کړي د هغه سټه خېژي او که څوک له قران څخه پرته له بل څه څخه سمه لار غواړي هغه ورکېږي اولارنه شي موندلای. قران د الله حبل المتین اوذکرالحکیم اوصراط المستقیم دی.
بې عیبه
بزرګ مهر ته چاوویل: داسي څوک پېژنې چې عیب به کې نه وي، هغه ورته وویل: هغه څوک چې عیب په کې نه شته هغه نه مرې.
غیبت
حسن بصري وايي: د درې کسو غیبت روا دی، د هغه فاسق بدکاره غیبت روا دی، چې خپل بد کار نه پټوي، د هغه حاکم غیبت روا دی، چې ظالم وي، بل د هغه بدعتي غیبت روا دی، چې له بدعت څخه لاس نه اخلې.