مشري او سړیتوب
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
د مشرۍ وسیله
قیس ابن عاصم ته چاوویل: ته خپل قوم په څه خپل مشرکړې؟
هغه وویل: په دې مشرکړم چې هیڅکله مې نه دې ځورولی اوله خپلې وسې سره مې یوڅه ورکړې دې اونوره راسره خپل مولا سرشته کړې ده.
د مشرۍ دعوه
عمر رضی الله عنه له یوسړي څخه پوښتنه وکړه، ستا د قوم مشرڅوک دی؟ هغه سړي ورته وویل: زه مشریم.
عمر رضی الله عنه ورته وویل: دروغ وایې، که ته ریښتیا مشروای داسي به دې نه ویل.
د قوم مشر
معاویه ته چا وکتل نو ویې ویلک دا کوچنی هلک به ژر د قوم مشر شي. داخبره د معاویه مور هند واورېله ويې ویل: که د خپل قوم سره د نورو قومونو مشرنه شي نو زه دې پرې بوره شم.
د مشرۍ اسباب
په څلورو څیزونو یو سړی مشرکېدلای شي: په عقل، په ادب، په علم اوپه مال.
د مشر خاصیتونه
سلم د نوفل زوی د کنانه د قبیلې مشرؤ: یوسړی دده زوی او وراره دواړه ووهل اودواړه یې ټپیان کړل. نوداسړی ابن نوفل ته راوستل شو، ابن نوفل ورته وویل: تاڅرنګه دا زړورتوب کړی دی؟ هغه سړې ورته وویل: نوموږته د څه له پاره مشرکړی یې؟ موږته ځکه مشرکړی یې، چې خپل قهر اوغصه نه په کاروې اوناپوهه سره له زغم څخه کار اخلئ اوبده خبره اوکار زغمې.
ابن نوفل هم داسړی خوشی کړ.
د مشرانو مړینه
شفیان بن عیینه چې لوی عالم تېرشوی دی، وایي کله مې چې پوهان همغږي مړه شول، نو وګړو به ماته مراجعه کوله، نو داسي یې وویل: زه چا مشر نه کړم بلکه په خپله مشر شوم ځکه چې مشران مړه شول.
سړیتوب
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: لادین الا بمروة (هغه څوک چې سړیتوب نه لرې دین نه لري).
دوه ډوله
عمربن الخطاب رضی الله عنه ویلي: مروت اوسړیتوب دوه رازه دي، یوښکاره مروت اوسړیتوب دي اوبل پټ سړیتوب دی.
ښکاره سړیتوب مال دی اوپټ سړیتوب عفاف اوپاکلمنې ده.
د سړیتوب تعریف (۱)
معاویه رضی الله عنه ته یو پلا وی راغی، معاویه ورته وویل: تاسو سړیتوب اومروت څه ته وایاست؟
هغوی وویل: موږ مروت عفاف اومعیشت ته وایو، نومعاویه یزید ته مخ ورواړاوه او ورته یې وویل: یزیده! واوره!
د سړیتوب تعریف (۲)
احنف ته چاوویل: مروت څه ته وایي؟ احنف وویل: مروت عفت اوحرمت ته وایي.
د سړیتوب تعریف (۳)
عبدالله د عمر رضی الله زوی وایيک موږ قریش عفاف اواصلاح المال ته مروت وایو.
د سړیتوب زیان
له عبدالملک بن مروان څخه چاپوښتنه وکړه چې مصعب ابن زبیر هغه شراب خوړل چې طلا وته وایي؟ عبدالملک وویل: که مصعب بن زبیر پوه شي چې اوبه هم مروت اوسړیتوب ته زیان رسوي دا اوبه به یې هم نه وای څښلې.
اعتماد
سعد رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله مستجاب ویلي ؤ. کله چې عمر رضی الله عنه ورسره هغه مال نیم کړ چې ده د خپل ماموریت پر مهال ټول کړی و، نو سعد رضی الله عنه ورته وویل: زړه یې وکړ چې عمر ورته وویل، یعنې چې ما ته دې ښیرې وکړي؟ هغه ورته وویل: هو! عمر ورته وویل: اذا لا تجدنی بدعاء ربی شقیاً (ستا ښیرا زما په باره کې نه قبلیږي).