د وګړو ډولونه
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
د وګړو ډولونه (۱)
حسن رضی الله عنه ویلي: سړي درې ډوله دې، یوډول سړي لکه غذا داسي دې چې چاره ورڅخه نه شته، بل ډول سړي لکه دوا درمل داسي دې چې کله کله ورته اړه پیدا کېږي اوبل ډول سړي داسي دې لکه مرض اورنځ هیڅکله ورته څوک اړه نه لري.
د وګړو ډولونه (۲)
خلیل بن احمد ویلي: سړي څلور ډوله دي: یوسړی هغه دی چې پوهېږي اوپوهېږي چې پوهېږي،نو داسړی عالم دی که پوښتنه لرئ نوله همده څخه یې وکړئ؛ بل سړی هغه دی چې پوهېږي خونه پوهېږي چې پوهېږي، نو دا سړی هېروونکی دی، تاسو یې ورپه زړه کړئ؛ بل سړی هغه دی چې نه پوهېږي اوپوهېږي چې نه پوهېږي، نودا ناپوه دی پوه یې کړﺉ؛ بل هغه سړی دی، چې نه پوهېږې اونه پوهېږي چې نه پوهېږي، داراز سړی احمق دی له ځان څخه یې وشړئ.
وروڼه
حکیمان وایي: وروڼه درې دي، یو ورورهغه دی، چې د زړه له کومې دوستي درسره کوي، خپل مال له تا څخه نه درېغوي اوستا په کار کې د زړه له کومې هڅه کوي، بل هغه ورور دی، چې درته ښه نیت اوزړه لري خومال نه درکوي اومرسته نه کوي. بل هغه وروردی، چې په ژبه درته غوړه مالې کوي اونور درڅخه ځان ژغوري ، په څنګ ځې ، درته ډېر دروغ وایي اوسوګندونه خوري.
ناپوه
عبدالله بن مسعود یوسړي ته ګوته ونیوه ویې ویل: دا ناپوه دی اونه پوهېږي چې ناپوه دی نو له هغه چا څخه پوهه نه زده کوي چې پوه دی.
عام وګړې
عبدالله د عباس زوی رضی الله ویلي: عام وګړې په کوم ځای کې سره نه دې راټول شوي چې ضرر یې نه وي رسولی اوکه خواره شوي دي، نوهغه ځای ته بیا ګټه رسېدلې ده.
چاورته وویل: چې د راټولېدو ضرر خو یې څرګند دی، نو د دوی خورېده څه ګټه لري؟ هغه ورته وویل: سلمان خپل دکان ته ځي، پښ خپلې بټۍ ته ځي او هر صانع خپل خپل کار پسې ځي.
د زړه بار
ابوحنیفه او اعمض دوه تنه ملګري ول. اعمض ناروغه شو. ابوحنیفه ورته وویل: زما په پوښتنه به درته تکلیف درسېږي اوکه داسي نه وای نو د ورځې به مې دوه ځله ستا پوښتنه کوله.
اعمش ورته وویل وروره ته په خپل کورکې زما د زړه بار یې دا به مې لاڅه کول چې د ورځې دوه ځله راتللای.
اشاره
یوسړي پرخپله ګوته لیکلي ول، درسره په تنګ یم ځه، نوکه بد به ورته راغی چې ده به ورسره ناسته نه غوښتله هغه ګوته به یې ورکړه او ورته به یې وویل: دا لیک ولوله.
ترخه ونه
په کتاب کې الهندکې وایي: بدسړی له خپل خویه نه اوړي، لکه ترخه ونه ، که اصل اوډډیې په شتاتو وپوښول شي بیایې هم مېوه ترخه وي.