کبر
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
لوڅ
نبي علیه السلام ویلي: یقول الله تبارک وتعالی العظمة ازاری والکبریاء ردایی فمن نازعنی واحدآ منها فصلمته واهنته (الله تبارک تعالی وایی عظمت مې ازار – لنګ ، پرتوګ – دی او کبریا مې څادر دی، چې څوک له ما سره په دې دواړو کې ځان راګډول غواړي، زه به یې لوڅ اوسپک کړم.
متکبر
رسول الله داهم ویلي: لا یدخل حضرت القدس متکبر (متکبر د الله پاک حضور ته نه شي ورتلای).
اوږده کالي
رسول الله داهم ویلي دي: فضل الازارفی النار (که څوک ځان ښودلوله پاره اوږده کالي اغوندي او بې وزلان ځوروي دا کالې به د دوزخ په اور کې له ځان پسې راکاږي).
دروند او سپک
دروند هغه دی چې زور و مومي تواضع اونرمې کوي اوسپک هغه چې زور ومومي تکبر کوي.
لوړاوی
رسول الله ویلي: څوک چې د الله له پاره د الله له بنده ګانو سره له تواضع څخه کار اخلي داسي سړی الله لوړوي.