متفرقه
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
اعتراف
رسول الله ویلی: الا عتراف لهدم الاقتراف (پر ګناه اعتراف د ګناه کار بې کاره کوي).
ظاهر او باطن
یوه سړي وړۍ اغوستونکو (صوفیانو) ته وویل: که ظاهر اوباطن موسره برابروي، نو ډېره ښه ده اوکه ظاهر اوباطن موسره مخالف وي، نوهلاک شوئ.
ملایکه، جن او انسان
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي خلق الله الملایکة من نور والجان من نار و آدم من تراب (الله تعالی ملایکه له نور څخه، پیریان له اور څخه او آدم له خاورې څخه پیدا کړي دي).
قیامت
یو اعرابي له رسول الله څخه وپوښتل: قیامت به کله وي؟
رسول الله ورته وویل: تا قیامت ته څه تیاری نیولی دی؟
اعرابي وویل: ما هیڅ تیاری نه دی نیولی، خو له الله تعالی او د هغه له رسول سره مینه لرم.
رسول الله ورته وویل: هر څوک به له هغه چا سره وي چې مینه ورسره لري.
کوچنی شرک
نبي علیه السلام وویل: له کوچني شرک څخه ځانونه وساتئ!
هغوی ورته وویل: کوچنی شرک څه دی یا رسول الله؟
رسول الله ورته وویل: ریا
د ایمان او یقین فاصله
امام علي رضی الله عنه له خپل زوی څخه وپوښتل: د ایمان او یقین ترمنځ څومره واټن دی؟
حسن ورته وویل: څلور ګوتې.
هغه ورته وویل: دا څرنګه؟
حسن وویل: ایمان هغه څه دي چې غوږونو دې اوریدلي وي او زړه دې منلي وي او یقین هغه څه دي چې سترګو دې لیدلي وي او زړه دې پرې یقین کړی وي او د سترګو او غوږونو ترمنځ څلور ګوتې واټن دی.
د قیصر او معاویه مکاتبه
قیصر معاویه ته ولیکل: هغه کسان راوښیه چې قبله نه لري، چې پلارنه لري، چې ترونه نه لري، چې قبربیولی وي او له هغو دریو څیزونو څخه چې په رحم کې نه وي پیداشوي او د یو څیز اونیم څیز اوهیڅ څیز خبرهم راکړه او په دغه بوتل کې راته د هر څیز تخم را واستوه.
معاویه ابن عباس ته دا لیک او بوتل ور واستول.
ابن عباس ورته ولیکل، هغه چې قبله نه لري، هغه بیت الله دی، هغه چې پلار نه لري هغه عیسی علیه السلام دی، اوهغه چې تربرونه نه لري، هغه آدم علیه السلام دی اوهغه چې خپل قبر وړی دی، هغه یونس علیه السلام دی، چې قبریې د ماهي ګېډه ده اوهغه درې څیزونه چې په رحم کې نه دي پیداشوي هغه یو د ابراهیم علیه السلام ګډ دی، بل ثمودیانو ته د صالح علیه السلام اوښه ده او دریم د موسی علیه السلام اژدها ده. هغه چې پوره یوڅیز دی، هغه عقل دی چې سړی ورڅخه کار اخلي، بل هغه چې نیم څیز دی هغه بې عقله سړی دی چې د نورو په عقل کارکوي اود نورو سلا غواړي اوهغه چې هیڅ څیزدی، هغه سړی دی، چې نه په خپله عقل لري اونه د نورو له عقل څخه استفاده کولای شي.
په بوتل کې یې ورته اوبه واچولې او ورته یې وویل: چې دا د هرڅه تخم دی.
بیا عبدالله بن عباس دا ځوابونه معاویه ته واستول، معاویه بیا دا ځوابونه قیصرته واستول، کله چې قیصر ته لیک او بوتل ورسېدل ویې ویل: دا معلومات له بیت النبوت څخه راوتلي دي.
د هند د پاچا لیک
د هند یو پاچا عمربن عبدالعزیز ته لیک واستاوه او ورته ویې لیکل: دا د زرو پاچاهانو د زوی لیک دی، چې مېرمن یې د زرو پاچاهانو لورده اوپه اخوریې زر فیلان (هاتیان) ولاړ دي. زه دوه نهرونه لرم، چې دوه رازه عودونه، جوز اوکافور زرغونوي، چې بوی یې دولس میله لیري ځي.
دالیک د عربو هغه پاچاته استوم چې له الله سره هیڅ شریک نه پیداکوي. اما بعد، ما تاته یوه ډالۍ دراستولې ده، چې دا ډالۍ نه ده بلکه یوهرکلی دی اوغواړم چې ته یو سړی را واستوې، چې ماته اسلام رازده کړي او ورباندي مې پوه کړي.
مراد له ډالۍ څخه کتاب دی.
قاسم اوسالم
قاسم د ابوبکر صدیق لمسی و اوسالم د عمررضی الله تعالی عنه لمسی و. قاسم به ورېښمین کالي اغوستل اوسالم به وړین کالي اغوستل. دواړه به په مدینه کې په یوه مجلس کې سره ناست وو اویو پر بل به یې کوم اعتراض نه درلود. دواړه د مدینې منورې فقیهان ول.
وایي چې، قاسم بن محمد بن ابی بکرصدیق، سالم بن عبدالله بن عمر اوعلی زین العابدین، د امام حسین زوی درې واړه د ایران د ورستي پاچا یزدګرد د لوڼو زامن دي، یعنی د یزدګرد لمسي دي.
دا درېواړه، ترورزیان، ډېرلوی کسان دي، قاسم او سالم د مدینې منورې ستر فقیهان تېرشوي دي اوعلی زین العابدین د شیعیانو څلورم امام دی، چې ډېر سترعالم عابد تېر شوی دی.
د قاسم لور د علی زین العابدین د زوی امام محمد باقر علیه السلام، مېرمن او د امام جعفر صادق علیه السلام مور ده.